د صدر له لوري په ارډیننس له لاسلیک سره سم دا ارډیننس علمي شوی اؤ په وړومبي قدم کې د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسا د بینچونو د ټاکنې درې کسیزې کمیټې نه جسټس منیب اختر ویستلی اؤ د هغه پځای یې جسټس امین الدین د کمیټې غړی ټاکلی دی
د لاهور د ډپټي کمشنر لخوا د پي ټي آي د جلسې په اړه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د جلسې وخت به یې د ماسپښین له دریوؤ بجو تر شپږو بجو وي اؤ هیڅ یو اشتهاري مجرم یا مخرور به دې جلسه کې نه خو ګډون کوي اؤ نه به په اسټیج ودرېږي
د پښتونخوا صوبې وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور مومند قبایلي ضلعې نه د پولیو د پېښې مخې ته د راتلو په سخته نوټس اخستی اؤ د صحت سیکرټري ته یې د اړوند ضلعي روغتیایي افسر اؤ پولیو کوارډینیټر په سمدستي توګه د ګوښه کولو وینا کړې ده
اکرم وویل پکار نه ده چې د طالبانو د حکومت د غلطیو سزا د افغانستان ولس ته ورکړی شي او د اسلام اباد کوښښ دی چې د طالبانو د حکومت غلطیانې د مشترکه حکمت عملۍ په زریعه لرې کړی شي
نور کتل
No media source currently available