د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د خېبرپښتونخوا صوبې د وزيراعلا علي امين ګنډاپور د بيان په غبرګون کې ويلي، يوه صوبه په خپل د کوم ملک سره نېغ په نېغه مذاکرات نه شي کولی.
د امریکې مشر سرکاري وکیل، یا څارنوال، مېرېک کارلېنډ، په بیان کې وویل د مرچنټ خلاف د ترهګرۍ او د قتل الزامات څرګندوي چې امریکا به د هغه خلکو احتساب کوي چې د امریکایانو خلاف د ایران "مهلک سازشونه" عملي کوي
اسلام اباد هاىکورټ د پخواني وزیر اعظم عمران خان په ممکنه توګه په پوځي عدالت کې د محاکمه کولو په اړه د وفاقي حکومت څخه سپيناوی غوښتلې او امر یې کړی چې حکومت دې په څلورو ورځو کې دننه عدالت کې ځواب جمع کړي.
د خېبرپښتونخوا په بنو ضلعه کې نامعلومه وسله والو د پوليو په ټيم ډزې کړي، ساتونکی پوليس اهلکار یې وژلی، او د بنو پوليسو بيا د پېښې پرضد احتجاج کړی دی. بل لور ته د بنو سره په پوله پرتې ضلعې لکي مروت کې په څلورمه ورځ د پولیسو احتجاج دوام لري.
د توهين رسالت يا مذهب د سپکاوي په مقدمه کې يو تورن تن چې د کوټې په تاڼه کې بندي وو، د تاڼې يو پوليس عسکر پرې په حوالات کې دننه ډزې کړي او دغه تورن تن یې وژلی دی. اسلامي نظرياتي کونسل وايي په داسې ډول پېښو کې، "چې څوک وسله راواخلي او په خپل سر اقدام وکړي، د دې جواز نه شي وړاندې کول کېدی".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت په مرکزي حکومت نيوکې کوي چې په غړو یې مقدمې درج کوي او ځوروي یې، خو خپله په صوبه کې د پي ټي اېم ضد کاروايانې کوي. نوموړي دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې په صوابۍ ضلعه کې د پي ټي اېم پينځه غړي نيول شوي دي.
د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف دا دعوې بې اساسه بللې دي چې ګنې د افغانستان نه د عمران خان په تېر حکومت کې د یوې معاهدې په اساس تر 40,000 پورې وسله وال بیرته خېبر پښتونخوا ته راستانه کړل شوي اؤ دلته اباد کړل شوي دي.
په 11م ستمبرکال 2001 امریکا کې د ترهګرو بريدونو 23 کاله وروسته هم د ترهګرۍ ضد نړيواله جګړه کې مهم اتحادي پاکستان کې تر اوسه ترهګري نه ده ختمه شوې. څیړونکي د دې علت د پاکستان د ریاست هغه تګلارې بولي، د 9/11 د پېښو وروسته پيل شوې ناامنۍ او ترهګرۍ څخه تر ټولو زياته پښتنه سيمه اغېزمنه شوې ده.
امریکايي صدر وویل د نن نه ۲۳ کاله مخکې په دې ورځ ترهګرو ګمان کولو چې "زمونږ اراده به ماته کړي او امریکا به رانسکوره کړي. دوی غلط وو."
نور کتل
No media source currently available