TV
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې د ډسمبر ۱۲ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپل درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال په داسې حال کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې طالبانو د حکومت پر سختو پالیسو انتقاد وکړ او په افغانستان کې یې په طبي انسټیټوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو باندې بندیز ته په اشارې خبرداری ورکړ چې دا بندیز به په دغه هېواد کې موجود بد بشري کړکیچ لا خراب کړي. په ننۍ خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي. کوربنې بهشته تلاش او نګین شاه او میلمنه راسره یلدا بازوان ده.
لویه پښتونخوا په ټي وي
د لویه خیبر پښتونخوا خپرونې په اولنۍ برخه کې له څو رپورټونو وروسته به نن مونږه لس کاله وړاندې د شمالي وزیرستان نه د پاکستان د پوځي عملیاتو له امله د بې کوره شوو اتلس زره کورنیو او د صوبې د جنوبي ضلعو نه د امنیت د بد وضعیت له امله د نوو کډو کولو په موضوع د مېلمنو سره خبرې اترې کوو – د خپرونې کوربه نوشیروان قلندر