TV
بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
د افغان مېرمنو د حقونو فعالین وایي د طالبانو د واکمنۍ په دوام سره د ښځو لپاره د ژوند ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي فرصتونه خورا محدود شوي دي. په نننۍ خپرونه کې د افغان ښځو ژوند ته کتنه کیږي. مېلمنه: قندي ساپۍ کوربنې: بهشته تلاش او نګین شاه د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
یورپي اتحاد د پاکستان د مخکیني وزیراعظم عمران خان د ګوند 25 پلویانو ته په پوځي عدالت کې د سزا اورول کېدو پرېکړه رد کړه او وایي دا فیصلې د پاکستان له هغو نړیوالو ذمه واریو سره په ټکر کې دي چې د ملکي وګړو د منصفانه او ولسي مقدمو ضمانت یې کړی. هم په دې اړه په خپرونه کې بحث شوې. تفصیل لپاره خپرونه ترپایه وګورئ. کوربه نصرالله خان دی