TV
06:00 - 08:00
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
خېبر پښتونخوا کې په یو شمېر تعلیمي ادارو کې د نشي توکو پرضد ځانګړی کمپاېن پېل شوی چې مقصد یې په ځوانانو کې د نشي توکو د نقصانونو په اړه پوهاوی راوستل دي. نشه د یو عام تن او په خاصه توګه د ځوانانو په ژوند کوم بد اثرات کوي؟ او په نشو اخته ځوانانو د درملنې لپاره په صوبه کې کومې اسانتیاوې دي؟ په دې موضوع نن په خپرونه کې بحث کیږي. کوربنې نګین شاه او ناهید سحر او مېلمنه ډاکټر صبا خان ده. د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
22:00 - 23:00