TV
هېلو وي او اې په ټي وي
پاکستان کې د سود شر ح کې کمی، کاروبارونو باندې اثر، د امریکايي نړیوال مرستو بندیزاو پاکستان کې په پرمختیايي منصوبو اغېز ډاکټر غلام صمد: اقتصاد پوه ډاکټر ضیاالدین: پوسټ ګرېجوېټ کالج مردان کې اقتصادي علومو استاذ ریاض حسېن: د ډیوه خبریال کوربه: محمداکرام د پاکستان مرکزي بېنک په ملک کې د ګرانۍ کچه کې کمې راتلو سره روانه هفته د سود شرح کې یو فیصد کموالی راوستی چې ورسره د سود شرح ۱۲ فیصد ته راکمه کړی شوې. پاکستان کې د دسمبر میاشت کې د ګرانۍ کچه ۴.۱ فیصد ته راکمه شوې چې په تېرو ۶ کلونو کې ترټولو ښکته کچه ده. اخوا د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د یو صدارتي حکم لاندې بهرنیو ملکونو ته ورکوونکې مرستې د ۹۰ ورځو پورې ودرولي او نوې مرستې یې هم ودرولي. د امريکايي حکومت د بهرنيو مرستو وېب پاڼې شمېرې ښيي په ۲۰۲۴ کال کې د امريکې حکومت پاکستان کې په صحت، قدرتي افتونو، توانایۍ، کاروبار، کر، امنيتي چارې، حکومت او مدني ټولنه او ځينې نورو مېدانونو کې د ۱۱۶ ملينه ډالرو مرستې کړي. د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@