افغان طالبانو د پاکستان دا دعوه رد کړې ده چې ګني د نهې/سې شنبې ورځې د اورګاډي یرغمل نیولو پېښه د افغانستان په خاوره کې منصوبه سازي شوې وه او له هغه ځایه هدایت کېدله.
مولوي عبدالکبیر د افغانستان د ګاونډیو ملکونو نه دغه غوښتنه په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني سره په جدا جدا ملاقاتونو کې وکړه
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي وو، د تورخم په پوله ډزو کې یو طالب جنګیالی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د افغان حکومت سره خبرو دپاره مو په صوبايي کچه د مذاکراتو دپاره جرګه جوړه کړې ده، د مرکزي حکومت لخوا د جرګې د کاري شرطونو (ټي او ارز) د منظورۍ په تمه يو".
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره چې د جمعې په شپه تړل شوې، تراوسه تړلې پرته ده، دواړو خواو ته په لويه شمېره کې مسافر او ورسره مال وړونکي ګاډي ایسار شوي دي. په پوله ګېر خلک وايي، دواړه هيوادونه یې خپلمنځني ستونزه هواره کړي، د عامو خلکو او سوداګرو مشکلات دې ختم کړي.
دا تاثر موجود دی چې ګوادر ته تګ ګران دی. د ګوادر هوايي اډې نه په هفته کې درې پروازونه په عرب سمندر د پاکستان بل ساحلي ښار کراچۍ ته چلېږي. د بلوچستان مرکزي ښار کوټې او نه هم اسلام اباد ته ګوادر نه څه پرواز شته. ګوادر ته تلونکي ساحلي شاهراه ښکلې ده خو سهولتونه پې نشته
نور کتل