جرمني کې راې ورکوونکي نن د اتوار (یکشنبې) په ورځ انتخاباتو کې پداسې وخت نوی حکومت غوره کوي چې د یورپ د لوي اقتصاد د کلونو راهسې کمزورې ودې، د مهاجرت مخنیوي دباو، د یوکراېن راتلونکي او د امریکې سره د یورپ اتحاد په اړه فکرمندۍ زیاتې شوي.
د جرمني اوسني چانسلر اولف شولز هم په انتخاباتو کې خپله رایه اچولې چې تېر کال د نوموړي د واکمن اېتلافي حکومت ختمېدو وروستو ترسره کیږي.
اولف شولز چې د سوشل ډېموکرېټک پارټۍ نماېندګي کوي، تېر کال پارلېمان کې د اعتماد ووټ باېللی وو چې د هغې وروستو صدر فرېنک والټر سټاېن مېیر پارلېمان برخاست کړی وو او د نوي انتخاباتو اعلان یې کړی وو.
جرمني کې مرکزي ښي اړخه اپوزیشن د انتخاباتو ګټلو لپاره غوره ګڼلی کیږي او نظرپوښتنې ښايي چې د دوېم عالمي جنګ راهسې ښي اړخه ګوند ترټولو ښه راې ترلاسه کړي. د جرمني یو ښار شلیه زي د ووټ اچولو یو مرکز کې ځنې راې ورکوونکو وېلي چې دوي د ښي اړخه پارټۍ لخوا په لویه کچه انتخابي ګټې فکرمند کړي.
یو رایې اچونکی هولګر هولزاپفل وايي، ٬٬ د انتخاباتو وروسته به ډېر څه بدل شي. مونږ به بېرته په سیاست کې منځ اړخ ته لاړ شو چې ښي اړخه ګوند طاقت وباېلي. مونږ به د یورپ لپاره ښه تګلارې جوړې کړو او چې څه هم وي مونږ به د نېټو اتحاد لپاره څه وکړو.٬٬
ښي اړخه او د کډوالۍ په ضد ګوند Alternative for Germany د ۲۰ فیصد ووټونو سره په دوېم نمبر ګوند دی. په ۲۰۱۷ کې شوو د جرمني قامي انتخاباتو کې ۱۲.۶ فیصد رایې ترلاسه کړې وې او دا ځل یې اېلس واېډل د جرمني چانسلر څوکۍ لپاره د امیدوارې په توګه ودرولې.
خو د جرمني نورې سیاسي پارټۍ وايي دوي به ددغه ګوند سره کار ونه کړي.
د مرکزي ښي اړخه مخالف سیاسي ګوند مشر فرېډرېک مېرز یونین بلاک په نظر پوښتنو کې پرله پسې د ۲۸ نه ۳۲ فیصد رایو پورې ترټولو وړاندې دی او مرز د جرمني اوسني چانسلر اولف شولز په ځاې راتلونکي چانسلر جوړېدو لپاره غوره ګڼلی کیږي.
د چانسلر شولز سوشل ډېموکرېټس په نظر پوښتنو کې د ۱۴ نه تر ۱۶ فیصد پورې راې اخستي چې د دوېم عالمي جنګ وروستو په قامي پارلېماني انتخاباتو کې ددغه ګوند ترټولو خرابې نتیجې دي.
د چاپېریال د ساتنې پلوي ګرینز سیاسي ګوند د اوسني مرسیتال چانسلر رابرټ هېبېک په مشرۍ کې په انتخاباتو کې برخه اخلي خو په نظرپوښتنو کې د اولف شولز د ګوند نه وروستو دی.
د ۸۴ ملین ابادۍ ملک کې ۵۹ ملینه خلک په انتخاباتو کې د جرمني د پارلېمان ښکته اېوان ۶۳۰ څوکیو لپاره د راې ورکولو اهل دي.
په انتخاباتو کې برخه اخستونکو د جرمني اقتصاد بېرته ښه کولو لپاره د یو بل نه بدل تجویزونه وړاندې کړي. د جرمني اقتصاد په تېرو دوه کلونو کې راکم شوی او په ډېر وخت کې یې حقیقي اقتصادي وده ترلاسه کړې نه ده.
د دې خبر ځیني معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخستل شوي.
Forum