٫٫ کله چې په لومړي ځل ساه اخستل کیږي (د ماشوم پېداېش) نو یوه نرس ولاړه وي. څوک چې اخېرۍ سلګې وهي نو هم یوه نرس ولاړه وي. لومړۍ ساه د ډیرو د خوشحالۍ سبب، خو په اخیرۍ ساه کې د نرسې شتون یا موجودیت تر ټولو مهم وي.٬٬
د انګریزۍ ژبې دغه قول په نړۍ او پرمختللي هیوادونو کې د نرسانو کار او په خلکو کې د دغې قدر څرګندوي. نرسانې یا هسپتال کې کارکونکو هغه جینکۍ او ښځې چې زیات تره په سپینو جامو کې د هرقسمه مریضانو خدمت کوي او هڅه يې وي چې د مریضانو تکلیف کم کړي او د هغو سره راغلي خلکو له حوصله ورکړي.
خو ایا په پښتنو کې د استاذۍ، ډاکټرۍ، انجېنر او دغه شانو نورو پېشو یا کارونو په رنګ د نرسانو کار ته هم دغه شان په قدر کتل کیږي او پښتانه غواړي چې لوڼه او خوېندې يې د انسانیت د خدمت ډکې دغې پېشې ته ولیږي؟ دا قیصه به په پېښور کې کار کونکو دوو نرسانو واورو:
پښتنه ټولنه او د نرسانو کار:
د خېبر پښتونخوا صوابۍ سره تعلق لرونکې او د پېښور یو لوې سرکاري هسپتال کې کارکونکې شاهین غني وایي په پښتنه ټولنه کې د نرسنګ کار یا پېشه لا هم ډېره سخته ده. میرمن شاهین وايي: ٫٫ نرسانو ته اوس هم ځېني خلک په ښه سترګه نه ګوري او ګڼي چې دوي د غریبو کورنیو نه راغلې جېنکۍ دي ځکه خو یوې داسې شعبې ته راغلي.٬٬
د خپلې قیصې کولو په وخت شاهین غني وي او ای ډیوه ته وویل ٢٥ کاله وړاندې يې چې کله دا فیصله وکړه چې نرسه به جوړیږي نو تر ټولو زیات مخالفت يې د کورنۍ غړو شورو کړو: ٫٫ د کورنۍ غړو به ويل مونږ به خلکو ته څه وایو؟ چې لور مو په هسپتال کې نرسه ده.٬٬ شاهین وايي یواځې پلار مې راسره ولاړ وو او د کورنۍ نور پاتې خلک بیا هم خفه وو. خو وايي ٫٫ ۱۵ کاله وروستو يې دا خبره قبوله کړه او اوس ۲۵ کاله وروستو مې دغه کار ستايي هم.٬٬
د پېښور یو بل سرکاري هسپتال هیډ (مشره) نرسه شایسته جدون، چې په دغه پېشه کې لس کاله وشول هم دا خبره مني چې د خلکو په سوچ کې بدلون راغلی خو ډیر کم. شاېسته جدون وايي: ٫٫ پخوا به خلکو نرسانو ته په ښه سترګه نه کتل، خو اوس یو شمیر پښتانه بیا پخپله خپلې لوڼه دې اړخ ته رالیږي. که د چا لور، خور د ډاکټرۍ د زده کړو نه پاتې شي نو ورته وايي ٫٫ خېر دې نرسه جوړه شه د صحت سره تړلې او ښه پېشه ده.٬٬
د هسپتال ماحول او د نرسانو لپاره سهولتونه:
د نړۍ په پرمخ تللي هیوادونو کې یوې نرسې په سر د مریضانو شمیرې تناسب د صحت سهولتونو او د نرسانو د شمیرې سره تړلي. په انټرنیټ د ورکړل شوو معلوماتو تر مخه په برتانیه کې یوه نرسه په جنرل وارډ یا او پي ډي کې تر اتو پورې مریضانو پاملرنه کوي. خو شاهین غني وايي د پښتونخوا په هسپتالونو کې د یوې نرسې په سر د ۲۰ نه سېوا مریضان وي. په اېمرجنسي وارډونو کې د یوې نرسې په سر دوه او په بیړني حالاتو کې د دغې هم سېوا مریضانو پاملرنه یوه نرسه کوي.
خو شایسته جدون بیا د مریضانو نه زیاته د هغوي سره راغلو خلکو نه ګیله کوي او وايي دغه خپل خپلوان د هسپتال د کمو سهولتونو، د ډاکټرانو د کموالي او خپلو مریضانو تکلیف قهر او غصه بیا د نرسانو اوباسي. شاېسته جدوان زیاتوي: ٫٫ دغه خلک د نرسانو سره بدسلوکي شورو کړي، دوي ته ښکنځل کوي، بد رد او هال دا چې وهل ټکول هم کوي. که د چا څوک په حق ورسي نو دوي په نرسانو چغې کړي.٬٬
نرسانې په روغتونونو کې د قسماقسم مریضانو سره کار کوي، ځېنې پکې داسې هم وي چې د خپلې کورنۍ غړي ورته کتلی هم نه شي خو دغه نرسانې شپه ورځ هم د دغه مریضانو خدمت کوي. خو میرمن شاېسته ګیله کوي چې په هسپتالونو کې دوي ته د حکومت لخوا نه خو رسک الاونس ورکړی کیږي او نه ورته داسې سامان او الات ورکوي چې دوي ځان د انفیکشن یا ناروغۍ لږیدو نه بچ وساتي: ٫٫ ډاکټرانو ته ښه سهولتونه ورکړل شوي، نرسانې هم هغه کار کوي بلکه د ډاکټرانو سېوا کار کوي خو سهولتونه يې د نېشت او تنخواګانې ېې د ډاکټرانو په مقابله کې ډیرې کمې وي.٬٬
د خیبر پښتونخوا موجوده حکومت لخوا په هسپتالونو کې پورته کړی شوي ګامونو او د نرسانو د د ګریډ په اړه میرمن شاهین وايي: ٫٫ اوس نرس په ١٦ گریډ کې په نوکرۍ اخېستل کیږي. د نرسانو تنخواګانې سېوا کړی شوي، او ورته یو شمېر نور الاونسونه یا اضافي پېسې هم ورکړی کیږي.٬٬
د نرس جوړیدو لپاره څومره تعلیم او تربیه پکار وي؟
شاهین غني چې ۲۵ کاله وړاندې کله د نرسې په هیڅ خپل کار پیل کړو نو وايي یواځې د یو کال ډپلومه یا کورس وروسته به ورته په اسانه کار میلاویدو خو اوس د نرس جوړیدو لپاره د تعلیم معیار سېوا شوی. زیات تره ګرېجویټ یا څوارلسم پاس جېنکې نرسنګ سکولز ته راځي او د دریو کالو ټریننګ یا تربییه ترلاسه کوي.
یو شیمر نرسانې بیا په یونیورسټۍ کې ایم ایس سي، پي ایچ ډي او پوسټ ډاکټریټ هم کوي. د خوند خبره پکې دا ده چې اوس سړي هم دې شعبې ته راروان دي چې د پښتنو په کلتور کې لویه خبره ده. شاهین زیاتوي: ٫٫ پخوا به خلکو گنړل چې د نرس کار یواځې مریضانو ته انجکشن یا ستنه ٫٫ ټیکه٬٬ لگول دي. خو اوس په دغه سوچ کې مثبت بدلون په نظر راځي.
شاهین غني او شاېسته جدون پښتنو پېغلو او زلمو ته د خپل کار په اړه وايي: ٫٫ دا یوه مقدسه پېشه ده، په دې کې د خلکو خدمت دی، په هره یوه پېشه کې د بې وسه خلک دعا گانې نه وي خو پدې کار کې ډېری دعاګاني دي. پکار ده تعلیم یافته پېغلې او ځوانان دې میدان ته راشي او د خلکو خدمت وکړي.
د نرسنګ په اړه د انګریزۍ ژبې یو بل قول یا (کوټ) کې لیکل شوي چې: ٫٫ نرس د نړۍ بې غرضه او ښه کار، یوه داسې ټولنه کې چرته چې د مختلفو ژبو، مذهبونو، رنګونو، کلتورونو او عقیدو خلک ژوند کوي. د نرسانو کار د دغه ټولو خلکو د زړه نه خدمت کول دي چې د انسانیت بنیاد هم دی.٬٬