داقتصادي مرستو د تنظیم 22 مه غونډه د سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې پیل شوې خو دغه غونډې ته افغانستان څخه د لوړې کچې کومه دولتي ډله نه ده ورغلې.
افغانستان اؤ پاکستان هاغه دوه ګاونډي هیوادونه دي چې خپلو کې تر ټولو زیاته سوداګریزه راکړه ورکړه لري خو پاکستان سره د ترینګلو اړیکو له امله افغانستان پریکړه کړې ده چې د ایکو دغه کانفرنس کې به نه خوددغه هیواد اولسمشر به اخلي اؤ نه د بهرنو چارو وزیر.
په پيښور کې د افغانستان د سوداګرۍ د چارو مشر یا وکیل التجار ښاغلي میرویس یوسفزي وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي په دغه کانفرنس کې به دافغانستان په استازیتوب اسلام اباد کې افغان سفیر عمرزاخیلوال دکانفرنس برخه وال د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت په اړه د راپيښو تازه مشکلاتو څخه خبر کړي.
تیرکال په اسلام اباد کې راجوړیدونکې د سارک سرمشریزه غونډه هم پاکستان له دې امله ځنډولې وه چې د هندوستان اؤ پاکستان څخه پکې مشرانو ګډون ته غاړه نه ایښوده.
د سه شبنې په ورځ د اقتصادي همکارۍ د تنظیم د وزارتي کونسل غونډې ته د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو مشاور ښاغلي سرتاج عزیز پخپله وینا کې ویلي دا مهال سیمه د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب د ستونزو سرهمخ ده اؤ ددغو ستونزو څخه د ځان ژغورلو دپاره به مونږ ته په ګډه کار کول وي.
سرتاج عزیز ویلي ددغه کانفرنس له لارې په سیمه کې د سوداګرۍ د موقعو اؤ هغې ته د ودې ورکولو یوه ښه موقعه په لاس کې ده اؤ باید له دې ګټه پورته کړل شي.
پاکستان پخپل هیواد کې د ترهګرۍ د وروستیو پیښو له امله افغانستان سره خپلې پولې تړلي چې افغان چارواکي دپولو دغه تړل ددواړو هیوادونو ترمینځ د موجودو نړیوالو تجارتي تړونونو څخه سرغړؤنه ګڼي.
افغان وکیل التجار وایي "د پاکستان لخوا افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل یوه مهمه ستونزه ده چې دواړو هیوادونو ته هره ورځ د دوه نیم ملیون ډالرو څخه نیولې تر دریوؤ ملیونو ډالرو نقصان رسوي، اؤ افغانستانبه په دې هکله خپل غږ ضرور د نړیوالو غوږونو ته رسوي. "
هغه وایي افغانستان سمندر ته لاره نه لري اؤ پاکستان مکلف دې چې د افغان ټرانزټ ټریډ د لارې افغان سوداګرو ته خپلې لارې پرانستې وساتي خو متاسفانه پاکستان
ددغه تړون څخه سرغړونه کوي