دپاکستان دکورنو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وایي که چرې افغانستان د اسلامي ګاوڼډي هیواد په توګه پاکستان سره خبره کوي خو خبرې ته یې غوږ نیسو اؤ که چرې زمونږ د غلیم هیواد هند په ژبه خبرې کوي نو دا پاکستان ته هیڅکله د منلو نه ده.
دخالي په ورځ پیښور کې خبریالانو ته د کورنو چارو وزیر ویلي پاکستان دداسې کوم ګام اخستو تصور هم نه شي کولی چې دافغانستان په خپلواکۍ یا امنیت یې بدې اغیزي کیږي.
خو دکورنو چارو د وزیر ددغو څرګندولو برعکس افغان چارواکي تور لګوي چې پاکستان افغانستان کې مداخله کوي اؤ د طالبانو په ذریعه یې افغانستان کې ناعلانه جګړې ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان د کورنو چارو وزیر وویل افغان حکومت باید په پاکستان د تورونو لګولو پرځایې خپلو کورنیو اؤ بهرنیو ناکامیو ته پام وګرځوي اؤ زمونږ د غلیم په ژبه دې مونږ سره خبرې نه کوي.
هغه دعوه وکړه چې دپاکستان اولس افغانستان دپاره بې ساري قربانۍ ورکړي دي اؤ اوس هم افغانستان کې سولې اؤ ثبات ته لیواله دی.
له دې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي ډاکټرحضرت عمرزاخیلوال وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ چې دپاکستان لخوا دا دریځ چې افغانستان د هند په ژبه خبرې کوي په افغانستان پسې خندا ده.
هغه ویلي وؤ افغانستان یو خپلواکه هیواد دی چې خپلې تګلارې پخپله ټاکي اؤ که دهندوستان سره یې غوره تعلقات دي نو ددې دا مطلب نه شو چې پاکستان سره اړیکې نه غواړي.
د افغان سفیر په وینا “ مونږ د نړۍ په نقشه کې کوم نوی هیواد نه یو ، نیکونو مو په دې سیمه بادشاهۍ کړي دي اؤ که اوس څوک وایي چې هند افغانستان تیرباسي نو دا په افغانانو پسې خندا ده ځکه چې مونږ خپل سوچ اؤ خپلې پالیسۍ لرو"
پاکستان کې د مخبرۍ په تور د تیزندۍ په سزا د سزاوار شوي هندي وګړي کلبهوشن یادیو په هکله د کورنو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وویل د هغه دسرنوشت پریکړه به د پاکستان دقانون اؤ ائین لاندې کیږي.
هغه وویل د کلبهوشن په معامله کې هر څه روښانه دي هغه دهند دپاره مخبري کوله اؤ د ترهګرۍ ګڼو پیښو کې یې لاس لرلو اوس به هغه سره د یو مخبر په توګه دهیواد دقانون مطابق عمل کیږي.
کلبهوشن یادیو چې پاکستان یې د هندوستان پوځي افسر بولي د پاکستان پوځي محکمې ورته په لسم اپریل د مخبرۍ په تور د مرګ سزا اورولې ده.
هند ددغه سزا په ضد د انصاف د نړیوالې محکمې دروازه ټکولې وه اؤ د ملګرو ملتونو د انصاف نړیوالې محکمې په ۱۸م مئ پاکستان تر هغې کلبهوشن ته د تیزندۍ ورکولو څخه منعې کړی ترڅو چې د هغه د دوسیې په هکله د انصاف دنړیوالې محکمې غوڅه پریکړه مخې ته وي راغلي.
هند دریځ لري چې دپاکستان استخباراتي چارواکو کلبهوشن یادیو د ایران د خاورې څخه تښتولی اؤ د هندوستان د پرله پسې خواستونو باوجو کلبهوشن یادیو ته د قونصل رسایي نه ده ورکړل شوې .