لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي کې کفیلانو سره دبانډه خواریکښو دپاره دپښتونخوا اسمبلۍ قرارداد


دقرارداد له مخې کفیلان سعودي کې میشت پاکستانیانو باندې سخت ظلمونه کوي ،
دقرارداد له مخې کفیلان سعودي کې میشت پاکستانیانو باندې سخت ظلمونه کوي ،

دسعودي عرب په خاوره د روزګار دپاره میشته پاکستانیانو سره د کفیلانو په رویه ،دهغوئ دنیونو په لړۍ اؤ هغوئ ته په پیښو کشالو دخیبرپښتونخوا صوبې اسمبلۍ کې سخت احتجاج شوی اؤ دمرکزي حکومت نه غوښتل شوي چې دخارجه وزارت دلارې دې دسعودي حکومت سره دغه مسله راپورته کړي.

په سعودي عرب کې دامهال په لګونو پاکستاني وګړي د خوارۍ مزدورۍ په غرض دیره دی چې پکې یو لویې شمیر دپښتنو دی اؤ دغه خواریکښ پښتانه وایي چې په سعودي کې یې نه یوازې حکومت تنګوي اؤ زندانونو ته یې اچوي ، بلکې کفیلانو ترې هم د مزدورۍ پیسې لاندې کړي اؤ هغوئ د کراؤنو نه دسخت ژوند سره مخ دي.

د سه شنبې په ورځ دپښتونخوا اسمبلۍ کې دجماعت اسلامي غړي محمدعلي ویلي دسعودي عرب په زندانونو کې بې وزله پاکستانیان مري خو دپاکستان حکمرانانو په ځان غوږونه رااچولي اؤ هیڅ غم یې نه کوي.

ښاغلي محمد علي اسمبلۍ ته ویلي چې په سعودي کې کوم پاکستانی وګړی مړ شي نو تر دومره حده ورسره زیاتی کیږي چې دمړي خپلې کورنۍ ته د سپارل کیدو دپاره ترې هم شپږ لکه روپۍ غوښتل کیږي.

هغه دسعودي په خاوره میشته پاکستانیانو سره دکیدونکیو زیاتیو په ضد یو قرارداد هم اسمبلۍ ته وړاندې کړو چې اسمبلۍ په ګډ ډول منظور کړو.

په دغه قرارداد کې ویل شوي چې دسعودي عرب په خاوره په لکونو پاکستاني وګړي د خوارۍ مزدورۍ دپاره میشت دي چې هغوئ دسعودي حکومت اؤ کفیلانو د بې انصافیو له امله دسختو کراوؤنو سره مخ دی.

دقرارداد له مخې کفیلان سعودي کې میشت پاکستانیانو باندې سخت ظلمونه کوي ، دهغوئ نه هرکال په زرګونو ریالونه اخلي اؤ ګڼ شمیر پاکستاني وګړي د قانوني اسنادو لرلو باوجود زندانونو ته اچول شوي دي.

قرارداد کې کې زیاته کړل شوې ده چې دګڼ شمیر پاکستانیانو نه کفیلانو د مزدورۍ پیسې لاندې کړي اؤ دسعودي ادارې اؤ دغه کفیلان ترې بډې رشوته هم اخلي خو سعودي کې دبې وطنه خلکو دپاره هیڅ قانون وجود نه لري اؤ نه دسعودي دحکومت په کفیلانو څه نفوذ شته.

قرارداد کې د دپاکستان دمرکزي حکومت نه غوښتنه شوې چې د بهرنیو چارو د وزارت له لارې دې سعودي کې دمیشت پاکستاني خواریکښو ستونزې دسعودي حکومت سره راپورته کړل شي .

هم دغه شان قرارداد کې غوښتنه شوې چې کوم پاکستانیان دسعودي په زندانونو کې پراته دي هغوئ ته دې دقانوني مرستو ورکولو دپاره پاکستان بیړني ګامونه واخلي.

محمدعلي‌ ویلي‌چې دبنګله دیش،نیپال، سریلنکا اؤ هند سفارتخانو سعودي کې دمیشت خپلو وګړو ستونزې دسعودي چارواکو سره په ناسته هوارې کړي دي خو پاکستان دغلته دبانډه خپلو وګړو هیڅ غم نه خوري.

دسعودي دخبري شبکې عرب نیوز دیو راپور له مخې دا مهال سعودي کې په شخصي څانګو کې د کارکوونکو ۶۰فیصدي کسانو تعلق د اوو هیوادونو سره دي چې په هغوئ کې دپاکستان اؤ هند وګړي تر ټولو سیوا دي.

په دغه رپورټ کې په سعودي کې دمیشته پاکستاني وګړو شمیره ۱۸لکه ښودل شوې ده.

خو رپورټ کې داهم ویل شوي دي چې ګڼ شمیر داسې کفیلان هم شته چې هغوئ خپلو کمپنیو کې په مزدورۍ بوخت بهرني وګړي دسعودي حکومت دسترګو نه پناه ساتلي دي.

دپاکستان دخیبرپښتونخوا اؤ قبائیلي سیمو په لکونو پښتانه هم دسعودي په خاوره د پیړیو راهسې د روزګار په تکل کې دیره دي خو په دې وروستیو کې داقامو د مودې په پوره کیدو دسعودي حکومت هغوئ ته دسعودي دخاورې نه د وتلو امر کړی ؤ.

راپورونه وایي چې کوم پاکستاني وګړي د سعودي نه خپل هیواد ته ستنیدل غواړي دهغوئ نه هم زیاتره کفیلانو په زرګونو ریالونه لاندې کړي دي اؤ که خپلې پیسې ترې غواړي نو په پولیسو یې نیسي.

په سعودي کې پاکستاني وګړو سره ددغه بد وضعیت له امله په تیرو دوؤ کالو کې سعودي ته دتلونکو پاکستانیانو په شعمیر کې تر ډیره حده کمی راغلی دی.

دمیډیا راپورونو له مخې په کال ۲۰۱۶م کې دپاکستان نه څلور لکه اؤ دوه شپیته زره کسان دخوارۍ مزدورۍ دپاره سعودي عرب ته تللي وؤ خو تیر کال بیا دجون دمیاشتې پورې سعودي ته دتللو پاکستاني وګړو شمیره ۷۷ زرو اؤ ۶۰۰ ته راټیټه شوې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG