لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن نقوي: علي امین ګنډاپور او بشری بي بي د اسلام اباده تښتیدلي


د پاکستان دوه حکومتي وزیرانو محسن نقوي او عطاالله تارړ په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر او پخوانۍ لومړۍ میرمن بشری بي بي پورې ملنډې کړي او ویلې یې دي چې دواړه د امنیتي عسکرو لخوا د ډي چوک خالي کولو د عملیاتو په وخت د اسلام اباد نه تښتیدلي.

دغه دواړه حکومتي وزیرانو په اسلام اباد کې د امنیتي عسکرو لخوا ډي چوک د مظاهرچیانو نه د خالي کولو وروسته مطبوعاتو سره خبرې کړي.

د اسلام اباد په ډي چوک کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند لخوا احتجاجي مظاهرې (دهرنا) خورولو لپاره د شپې ناوخته امنیتي عسکرو دغه عملیات کړي.

د پاکستان حکومتي ټېلي وېژن (پي ټي وي) د امنیتي چارواکو د خلې ویلي چې د سرښار بلېو اېریا سیمه یې د شرخوښو نه پاکه کړې. د پي ټي وي لخوا په اېکس/ پخواني ټوېټر یو پوسټ کې لیکل شوي چې بلېو اېریا په مکمه توګه پاکه شوې او دا مهال کوم عملیات نه دي روان.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په خپل تازه خبر کې وايي چې د اسلام اباد پولیسو او رینجرز عسکرو ډي چوک دمظاهرچیانو نه پاک کړی. ورځپاڼه وايي چې په دغه مهال د تحریک انصاف ګوند په یو کنټېڼر کې اوور هم لګیدلی.

ډان ورځپاڼه د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارز د خلې بیا وايي چې تحریک انصاف ګوند د ثبوتونو پټولو لپاره پخپله دغه کنټېنر ته اوور لګولی. نوموړي په ملنډه کې ویلي چې علي امین ګنډا پور او بشری بي بي د مونال په لاره تښتیدلي.

د دې خبر نور جزیات راروان دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG