واشنګټن ډي سي —
هندوستان شري وینې کومار د افغانستان لپاره د خپل نوي سفیر په توګه وټاکه.
دغه خبره د افغانستان لپاره د هندوستان اوسني سفیر منپریت وهرا نن د مارچ په لومړۍ نېټه په خپلې ټوېټر پاڼې باندې کړېده.
نوموړي نوي سفیر ته د مبارکۍ د ورکولو ترڅنګ ویلي دي چې ښاغلی کومار به ډیر ژر په کابل کې دده پرځای کار پیل کړي.
شري وینې کومار تر دې مهاله د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د مرستیال سکرټر (جاینټ سکریټېري) په څوکۍ کار کاوه.