لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات عظما خپل ښائست مشهوره کړه که خپل غږ؟


عظما سواتي دسوات سیمې سره تعلق لرونکې دپښتو یوه نوې اؤ ښکلې پیغله سندرغاړې ده چې دسندرو فن ته د راوتلو یې یوازې شپږ اوه میاشتې شوي دي خو په دغه لنډه موده کې یې د ډیرو خلکو پام ځانته راګرځولی.

په بیخي لږه موده کې دهغې په مشهورؤلو کې سوشل میډیا هم مهم رول لوبولی ځکه چې کله هغه په فیس بک خپلو مینه والو سره نیغ په نیغه په لیکه شي نو په زرګونو کسان دسترګو په رب کې دهغې ویډیوز خوښوي، شئیر کوي اؤ خپل نظرونه پرې څرګندوي.

عظما سواتي ۱۷ کاله عمر لري اؤ دا مهال په یوولسم ټولګي کې زده کړې کوي.

هغې خپلې سترګې د سوات دهنرمندانو په سیمه بڼ کې په یوه هنرمنده کورنۍ کې غړولي دي.

د بڼ اکثره کورنۍ د رقص یا نڅاه د هنر سره تعلق لري خو عظمی سواتي وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې هغې خپل ځان د ګډا یا نڅاه دفن نه لرې ساتلی اؤ یوازې تر سندرو محدوده ده.

عظما سواتي
عظما سواتي

عظما چې پخپل کور د خپل پلار جاوید اقبال نه د سندرو تربیت اخلي وایي درې روڼه اؤ څلور خویندې نورې هم لري خو له هغې پرته یې په روڼو خویندو کې یو تن هم دفن ته نه دی وتلی.

د عظما پلار پخپله د هارمونیم یو تکړه استاد دی خو عظمه وایي چې په راتلونکي کې غواړي دخپل پلار ترڅنګ د یوې فني اکیډمۍ څخه هم باقاعده فني زده کړې ترلاسه کړي اؤ ځان د یوې تکړه اؤ پروفیشنل سندرغاړې په توګه په خلکو وپیژني.

“خو د فني زده کړو سره سره غواړم چې خپل تعلیم هم جاري وساتم ځکه چې دفن په شمول په هره څانګه کې دتعلیم د اهمیت نه انکار ممکن نه دی “

عظما ته دخپلې زیاتې ښکلا له امله په پښتو فلمونو اؤ ډرامو کې د کار کولو وړاندیزونه هم شوي خو عظما وایي چې پخپله هم فلم اؤ‌ ډرامه کې کار نه کول غواړي اؤ پلار یې سخت خویه دی هغه هم اجازه نه ورکوي چې فلمونو یا ډرامو کې کار وکړي.

عظما سواتي
عظما سواتي

هغه وایي په لږه موده کې خپلو مینه والو ډیره مینه ورکړې ده اؤ غواړي چې په راتلونکي کې د ښې اؤ معیاري شاعرۍ دلارې دخپلو سنجیده مینه والو دائره نوره هم پراخه کړي.

هغه وایي پخپل قام اؤ اولس ډیره مئینه ده ، د سوات د پوځي عملیاتو تراخه وختونه اؤ خاطرې یې اوس هم سترګو کې لکه د ازغي غړیږي ځکه نو غواړي چې په راتلونکي کې دقام، وطن اؤ امن دپاره سندرې ووایي.

خپل پلار ته مې ویلي چې” دا خو زمونږ عمر دی ، نورې سندرې به کیږي خو د پښتنو اؤ امن دپاره هم دسندرو ویل ضروري دي “

عظما وایي ډیر خلک غواړي چې هغې سره واده وکړي خو هاغه لا واده ته تیاره نه ده

“زما په زړه ډیر ارمانونه دي ، اول به دا پوره کوم ، واده سنت دی چې کله مې ارمانونه پوره شي اؤ نصیب شوی ؤ نو بیا به واده هم کووم خو دخپل پلار اؤ د خپلې مور په خوښه “

هغې نه چې مو وپوښتل څه ارمانونه لري ؟ وئ ویل د ټولو نه لویې ارمان خو مې دادی چې دسندرو په فن کې یو لویې مقام پیدا کړم،اؤ چې کله لویې مقام پیدا کړم بیا غواړم چې دخپلو پښتنو دپاره څه دخیر ښیګړې کارونه وکړم

عظما وایي د هارون باچا اؤ نازیه اقبال اوازونه یې ډیر خوښیږي اؤ دهغوي دفن نه زده کړې هم کوي خو غواړي چې هغه په فن کې د چا دنقل پځایې یوه خپله لاره تعقیب کړي اؤ په راتلونکي پخپل ځانګړي انداز پیژندګلو ولري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG