لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرګه: پښتون ژغورنې غورځنګ رزمک جلسه ځنډولې خو غړي به یې خوشي کېږي


د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د سرکاري جرګې د مشرانو تر څنګ نن په پېښور کې ناسته شوې او دواړو غاړو پر دې اتفاق کړی چې د جون په ۲۲مه به رسمي غونډه کوي، چې پکې به د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غوښتنو بحث کېږي.

په نننۍ غونډه کې چې د پېښور په حیات اباد کې شوې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د جرګې د مشرانو په غوښتنه د رزمک جلسه ځنډولې، چې ټاکل شوې وه د کوچني اختر په درېیمه ورځ به کېږي.

په جرګه کې شریک د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ هم ګډون کړی وو، هغه وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"فیصله دا وشوه چې موږ د جرګې په غوښتنه د رزمک جلسه فی الحاله ملتوي کړه، قیدیان چې کوم دي که په اسلام اباد کې دي، که میرعلي کې او که په واڼه کې دي دا ټول به حکومت را پرېږدي".

سرکاري جرګې باور ورکړی چې له حکومته به غوښتنه کوي او ټینګار به ورباندې کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول نیول شوي کسان دې تر اختر وړاندې خوشي کړي. د حکومتي جرګې یوه غړي اجمل وزیر په دې اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"دوی زموږ په غوښتنه هغه [د رزمک] جلسه کېنسل کړه، نو موږ دا وایو چې کم از کم کوم خلک یې نیول شوي دي هغه دې را خوشي کړل شي موږ حکومت ته دا غوښتنه وکړه".

پښتون ژغورنې غورځنګ له حکومتي جرګې سره د خبرو لپاره ۳۰ کسیزه کمېټۍ ټاکلې، چې درې ښځینه غړې هم پکې شاملې دي، خو د سرکاري جرګې مشرانو غوښتنه کړې چې باید له دواړو غاړو د جرګې د غړیو شمېر کم کړل شي خو تر اوسه دواړه غاړې پر دې نه دي سلا شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، د جون په ۲۲مه به بیا له حکومتي جرګې سره ناسته کوي او پر مخ به د دواړو غاړو کمېټۍ د دوی د غوښتنو په اړه په رسمي توګه مذاکرات پیل کوي.

په نننۍ غونډه کې له دواړو غاړو زیاتو کسانو برخه نه وه اخیستې. د سرکاري جرګې په استازیتوب ملک خان مرجان وزیر، اجمل وزیر او شاه فرمان ګډون کړی وو او د پښتون ژغورنې غورځنګ په استازیتوب محسن داوړ له خپلو دوو نورو ملګرو سره په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

د سرکاري جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ تر منځ ناستې د اپرېل له ۱۸مې نېټې پیل شوې دي، چې تر اوسه یې پینځه غونډې شوې دي. سرکاري جرګې بیا بیا ورته باور ورکړی، خو د سرکاري جرګې او حکومتي چارواکو تر منځ تر اوسه د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په اړه څه غونډه نه ده شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پینځه غوښتنې دي، لومړی دا چې وایي د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار دې سزا شي، دویم دا چې په قبایلي سیمو کې ښخ ماینونه دې پاک شي، درېیم دا چې جبري بې درکه خلک دې عدالتونو ته وړاندې شي، څلورم دا چې په غیرعدالتي توګه د وژل شوو کسانو لپاره دې عدالتي کمیشن جوړ شي او پینځه دا چې پر امنیتي چیک پوسټونو دې د پښتنو سپکاوی بند شي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG