لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خوست کې باچا خان پوهنتون ته پوهان په کوم نظر ګوري؟


پوهان وايي، د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا په خوست کې د باچا خان د نړیوال پوهنتون د جوړولو پريکړه به نه يواځې د پاکستان او افغانستان پښتنو لپاره ګټور وي بلکه ورسره به د باچا خان عدم تشدد فلسفه هم خپره شي.

د دې پوهنتون جوړولو په لار کې څه تکنيکي او مالي خنډونه هم موجود وو د کومو لپاره چې په وروستیو کې يو کميسیون جوړ شوی دي.

په پاکستان کښی د باچا خان ټرسټ مشر پروفېسر خادم حسين وايي، په دې پوهنتون باندې کار د کال ۲۰۱۳ نه راهیسې روان وو او د خوست والي دې لپاره ځمکه هم ځانګړې کړې وه خو د دې په لار کې څه خنډونه وو د کومو د حل لپاره چې کميسیون جوړ شوې دي.

" نو هغه کميسون اوس ولسمشر اشرف غني په رسمي توګه منظور کړو، کوم چې د دې (پوهنتون) جوړولو او په خپلو پښو درولو او د دې د پاره د مالي وسيلو راټولولو د پاره دې۔ که دا پوهنتون کامياب شو نو د ټولې سيمي د پاره د امن پېغام راوړې شي"

پروفېسر خادم حسېن چې د دغه پوهنتون د مشورتي شورا غړې هم پاتې شوې دې وويل، په دې پوهنتون کې يي د سماجي يا ټولنيز کورسونو ښودولو او ګاونډې هيوادونو زدکونکو ته مخصوصه کوټه ورکولو مشوره هم ورکړې وه۔

ملت پاله سياستمدار افراسياب خټک وايي، په خوست کې د دغه پوهنتون جوړيدو سره د پښتنو د تعليم اساسي مسله حل کيدې شي.

" مونږ سترګې په لار يو چې دا پوهنتون جوړ شي ،خوست د پښتنو د سيمي زړه دې، دې غاړي ته ترې په خېبر پښتونخوا کې نوې ورګډي شوي قبائيلي سيمي هم پرتې دي، او دغه خلک هم ورته نزدې دي او د دې اثر به د دواړو غاړو خلکو له ډير مهم وي۔ او بيا نوم يي چې د باچا خان دې نو په نړۍ کې به هم اعتبار ولري"

افراسياب خټک زياته کړه، په کار ده چې د پوهنتون په نصاب کي د باچا خان بابا د فکر اساسي ټکي شامل کړاې شي

" د عدم تشدد فلسفه، د انساني حقوقو، د برابرۍ د ښځو حقونو خبره، په کار ده چې په نصاب کې دې موجود وي"

د افغانستان ولسمشر په افغانستان کې د امنيت او مالي ستونزو سره سره د باچا خان پوهنتون جوړولو پريکړه کړې ده، پوهان وايي په کار ده د سيمي هيوادونه او نړيوالې ادارې د افغانستان سره په دې پوهنتون جوړولو کې مرسته وکړي ځکه چې دا په سيمه او نړۍ کې د امن په لور يو لوې ګام دې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG