لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا:نهو میاشتو کې د۲۱۲ مېرمنو وژنې،۴۴پکې دغیرت په نوم وژل شوي


دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ښځو په ضد دتاؤ تریخوالۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ یوازې د روان کال په نهو میاشتو کې ددې صوبې دننه د وژل شوؤ ښځو شمیره ۲۱۲ ته رسیدلې چې په دې کې ۴۴ میرمنې دغیرت په نوم وژل شوي دي.

دښځو دحقونو دپاره په مبارزه بوخت سازمانونه وایي په خیبر پښتونخوا اؤ قبائیلي ضلعو کې په ښځو کې دتعلیم د کمي اؤ دپاکستان په قانون کې دنېمګړتیاؤ له امله ښځې دځان په ضد په کیدونکو زیاتیو غلې پاتې کیږي اؤ همدا خاموشي دهغوئ په ضد د تاؤ تریخوالي د لړۍ غځیدو عمده علت ګرځي.

په داسې حال کې چې پرون (چهارشنبه) په ټوله نړۍ کې دښځو په ضد دتاؤ تریخوالي ورځ ونمانځل شوه دخیبر پښتونخوا صوبې دپولیسو ریکارډ ښایي چې په دې صوبه کې دښځو په ضد تاؤ،تریخوالی اؤ تشدد نور هم سیوا شوی دی.

دپښتونخوا په یوه سیمه ییزه ورځپاڼه کې دپولیسو لخوا د راټولو کړل شوؤ شمیرو له په اساس خپور کړل شوي راپور کې ویل شوي چې په تیرو نهو میاشتو کې دصوبې دننه ټولې ۲۱۲ میرمنې وژل شوي چې په هغې کې ۴۴ دغیرت په نوم وژل شوي.

خو ددغو ۲۱۲ وژنو څخه یوازې د۱۴۱ وژنو دوسیې محکمو ته رسیدلي اؤ دغیرت په نوم چې کومې ۴۴ میرمنې وژل شوي هغوئ کې نهه دوسیې محکمې ته وړل شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې په صوبه کې په ۶۳ ښځو تشدد شوی اؤ یوه جینۍ په سوره کې هم ورکړل شوې ده .

راپور زیاتوي چې په نهمو میاشتو کې ۴۱میرمنو په دفترونو کې دجسماني ځورونو اؤ یوې ښځې د جنسي ځورونې شکایتونه درج کړي دي.

خو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د میرمنو دحقونو دپاره په مبارزه د بوخت غیر دولتي سازمان یوه مشره رخشنده ناز وایي چې دپولیس لخوا د ښودل شوؤ شمیرو نه ور په اخوا ډیرې میرمنې داسې هم شته چې هغوئ دځان په ضد په شوؤ تیریو غلي پاتې شوي اؤ څوک یې نه دي خبر کړي.

دپولیسو دغه شمیرې ښایي چې په کورونو کې دننه هم په ښځو دتشدد ۴۶ پېښې ثبت شوي دي.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې د ښځو دحقونو دپاره په مبارزه بوختې میرمنې رخشنده ناز ویلي چې دښځو په ضد دتاؤ تریخوالي یا د زیاتیو په پېښو اکثره مهال دپښتونخوا اؤ قبائیلي سیمو میرمنې دخپل عزت له ویرې یا خو غلي پاتې شي اؤ یا په جرګو مرکو کې په سیمه ییزه کچه دغه پېښې کورنۍ خپلو کې فېصله کړي اؤ ریکارډ یې مخې ته رانه شي.

هغې ویلي د قبائیلي ضلعو اؤ پښتونخوا زیاتره میرمنې د تعلیم دکمي له امله هم دخپلو حقونو څخه خبر نه دي اؤ قانوني نیمګړتیاوې هم هغوئ ته دانصاف ورکولو په مخه کې خنډ شوي ځکه ورځ تر بلې د ښځو په ضد د تاؤ تریخوالي لړۍ پراخیږي.

هغې ویلي که یو خوا ښځه زړوره نه ده چې خپله خبره په ډاډه وکړي نو بلخوا دقانون په مرکزونو کې هم دښځو غږ نه اوریدل کیږي اؤ تر ټولو ستر غم دادی چې په محکمو کې هم ښځو ته په سمدستي توګه انصاف نه ورکول کیږي.

رخشنده ناز ویلي هغوئ د ښځو په ضد په سیوا کیدونکي تاؤ تریخوالي اندیښمن دي اؤ غواړي چې د ریاستي ادارو ترڅنګ نړیوالې ادارې هم دسیمې دښځو سره په کیدونکي زور،زیاتي اؤ جبر خبر کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG