لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پټه خزانه د ناشناس سپیناوی،خو له دې وړاندې څه شوي ؟


دپښتو د کلاسیکي موسیقۍ وتلي سندرغاړي ښاغلي ډاکټر فطرت ناشناس ویلي دپټې خزانې اؤ احمدشاه ابدالي په اړوند هغه کافي مطالعه نه لري اؤ څه چې یې ویلي دي دا یې یوازې یو شخصي نظر ؤ نه چې کومه علمي څېړنه یا تبصره وه.

ښاغلي ناشناس باندې دا مهال په سوشل ميدیا کې دځېنو افغانانو لخوا کلکې نیوکې روانې دي چې ولې یې د “پټه خزانه” نومې پښتو کتاب په اړوند ویلي چې دا کتاب علمي اؤ تاریخي اعتبار نه لري؟

خو د زیارت په ورځ برتانوي خبري شبکې بي بي سي د ناشناس له خولې لیکلي چې هغه دپټې خزانې په اړوند خپلو څرګندؤنو ته کوم علمي دیل نه لرلو.

بي بی سي وایي ناشناس ورته وئیلي چې ځینې کسان په غونډو کې دهغه نه قصداً داسې پوښتنې کوي چې په اړوند یې هغه غوره معلومات یا مطالعه نه لري،

ناشناس شک ښکاره کړی هغه کسان چې له ده څخه په داسې موضوعاتو پوښتنې کوي چې دی یې په اړوند معلومات نه لري، ښایي کوم ځانګړی مقصد ولري خو هغه ویلي چې په دغه مقصد نه دی خبر.

بحث څنګه راوپاریدلو:

تیره اوونۍ په لندن کې دیوې غونډې په مهال استاد فطرت ناشناس ویلي وؤ چې پټه خزانه کوم تاریخي یا علمي اعتبار نه لري.

په ټولنیزو رسنیو د ناشناس دغو خبرو د زرګونو افغانانو غصه راپارولې اؤ د ناشناس په ضد یې بیلابیل پوسټونه کړي.

ډیرو افغانانو ناشناس تورن کړی چې دا کار یې دپردیو په اشاره پښتو ته د زیان رسولو په موخه کړی خو یو شمیر فعالینو بیا په ناشناس شوې نیوکې بیځایه بللي اؤ دریځ یې خپل کړی چې په په ادبي یا علمي کتابونو هرڅوک دنیوکې حق لري خو چې دلیل ولري.

ښاغلی ناشناس یوازینی تن نه دی چې په پټه خزانه یې نیوکې کړي بلکې تر دې وړاندې د پټې خزانې په خلاف وخت په وخت ګڼ شمیر علمي کتابونه اؤ مقالې هم لیکل شوي اؤ چاپ شوي چې پکې پټه خزانه یو جعلي کتاب ګرځول شوی ،

خو دپټې خزانې په حق کې هم بیا د لسګونو په شمیر کې مقالې اؤ کتابونه لیکل شوي اؤ خپاره شوي اؤ په دغو کتابونو اؤ مقالو کې پټه خزانه یو رېښتونی لرغونی ادبي اثر ګرځول شوی دی.

پټه خزانه څه شی دی؟

پټه خزانه دپښتو د لرغونو شاعرانو هغه تذکره ده چې په ۱۳۲۲ لمريز کال کې دپښتو تکړه لیکوال ښاغلي عبدالحئ حبیبي دفارسۍ ژباړې سره چاپ کړې وه.

دعبدالحئ حبیبي د دعوې له مخې دغه کتاب په ۱۱۴۲-۱۱۴۱ هجري قمري کال کې دهوتکي باچا علیحضرت شاه حسین هوتک پیر نامتو لیکوال محمد هوتک لیکلی ؤ .

په کتاب کې د پنځوسو پښتنو شاعرانو اؤ لیکوالو ژوند لیکونه اؤ شعرونه خوندي دي چې دغه شعرونه اؤ لیکونه دپښتو ادبیاتو تاریخ تر زرګونو کالو زړو ثابتوي.

د پټې خزانې تر خپریدو وړاندې داسې ګمان کیدلو چې پښتو ادب له بایزید روښان، خوشحال بابا او رحمان بابا څخه راپیلیږي اؤ په سیمه کې فارسي ادب یوه لرغونې رېښه لري.

په پټه خزانه اعتراضونه اؤ دهغې ځوابونه:

دپېښور تکړه نقاد اؤ محقیق ارواښاد قلندر مومند ددغه کتاب په رد کې یو کتاب د” پټه خزانه في المیزان” په نوم لیکلی ؤ چې پکې هغه دپټې خزانې د اصلیت په اړوند ځېنې علمي پوښتنې راولاړې کړې وې.

د قلندر مومند د مهمو اعتراضونو څخه یو اعتراض دا هم دی چې په دغه کتاب کې دیو شاعر یا لیکوال په هکله دا دعوه خو شوې ده چې دا فلانی شاعر په فلانۍ زمانه کې تیر شوی دی خو ددې دعوې د رښتیاؤ ثابتولو دپاره کتاب کې هیڅ دلیل نه دی راوړل شوی چې محمد هوټک ته دا معلومات له کومې لارې رارسیدلي ؟

وروسته بیا دپښتو یو بل لویې محقیق اؤ نقاد ښاغلي همیش خلیل د قلندر مومند په ځواب کې د” تول پارسنګ” په نوم یو علمي کتاب خپور کړو چې په دلائیلو سره یې دقلندر مومند راپورته کړل شوؤ اعتراضونو ته ځوابونه پکې وویل.

خو په دغه ضمن کې بیا ډيرو نورو لیکوالو هم دپټې خزانې په حق اؤ مخالفت کې مقالې اؤ کتابونه ولیکل.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG