د حکومت او پاکستان تحریک انصاف [پي ټي آی] ترمنځ د حکومتي مذاکراتي کمېټۍ وياند سېنېټر عرفان صديقي ویلي، پي ټي آی بيا بيا دریځ بدلوي، له امله یې د مذاکراتو مثبت مخ په وړاندې نه شي تلی.
په دويمه جنورۍ د حکومت او پي ټي آی ترمنځ په دويم ځل خبرې شوې وې.
هغه وخت عرفان صدیقي ويلي وو، د پي ټي آی مذاکراتي کمېټۍ خپلې غوښتنې وړاندې کړې او په راتلونکې ليدنه کې به په ليکلې بڼه خپلې غوښتنې وړاندې کوي.
ويل شوي وو، درېمه لیدنه راتلونکې اوونۍ کېدی شي.
د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه، عرفان صدیقي ویلي، د پي ټي آی د اسدقېصر د دريځ نه داسې معلوميږي چې هغه په خپله ژمنه او باور ورکولو کې مشکل لري.
هغه ويلي، دوه ځله ليدنې شوي، ګډه اعلامیه جاري کړل شوې او د پي ټي آی لخوا باور ورکړل شوی وو چې خپلې غوښتنې به په ليکلې بڼه وړاندې کوي.
نوموړي دعوه کړې، پي ټي آی چې د کوم سټېک هولډر خبره کوي، دوی د دوو دوه نيمو کالو راهسې په هغو د خپلو خبرو منلو هڅې کوي خو هغوی ورته ور نه خلاصوي.
تحریک انصاف ګوند وړاندې دریځ نيولی وو، چې مذاکرات به یوازې د اسټیبلشمنټ سره کوي خو په دې وروستیو کې د دې ګوند یو شمېر مشرانو حکومت سره مذاکراتو ته هم امادګي ښودلې وه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند اسد قېصر ویلي، د حکومت سره د مذاکراتو فيصله به عمران خان کوي، دوی يواځې رابطه کار دي، او د خبرو دپاره زمینه برابروي.
اسد قېصر د ډان نيوز سره خبرو کې د کومې ادارې يا چا د نوم اخستو بغېر ویلي، حکومت دې د اصل سټېک هولډرز سره هم د مذاکراتو په اړه خبره وکړي چې بيا په خبرو کې کوم شک شوبه نه وي.
د دويم ځل د خبرو وروسته عرفان صديقي ګډه اعلامیه اورولې او ويلي يې وو، د پي ټي آی کمېټۍ د ګوند د باني عمران خان او ګوند د غړو د خوشي کولو ويلي، او زیاته کړې یې وه، چې د پي ټي آی د غړو د ضمانتونو په وړاندې دې خنډان جوړ نه کړل شي.
هغه ویلي وو، پي ټي آی د نهمې مې او 26م نومبر د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه هم وکړه.
تراوسه پورې د دواړو خواو څخه په درېم ځل د مذاکراتو د نېټې په اړه څه نه دي ويل شوي.
Forum