د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې دوه پوليس اهلکار ووژل شو.
د لکي مروت ضلعې د پوليسو په وينا، دا پښه نن د شپږم دسمبر په سهار د غزني خېل تاڼې په علاقه کې شوې ده.
د ضلعې د پوليسو وياند شاهد حميد وي او اې ډیوه سره شريک کړي خبر کې ويلي، دوه پوليس اهلکار حکمت الله او خان بهادر سهار وختي د خپل کلي خيروخېل پکه څخه په يو موټر سايکل ډيوټۍ له روان وو.
د خبر ترمخه، "د غزنې خېل تاڼې په حدودو کې د نواب خان زيارت سره پرې نامعلومو موټر سايکل سورو ترهګرو ډزې کړي او دواړه وژل شوي دي".
په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي په "پولیس اهلکارو د ترهګرو د برید غندنه" کړې ده.
نقوي ويلي، د خېبرپښتونخوا پوليسو د ترهګرۍ ضد جګړه کې ځانونه قربان کړه، تاريخ یې رقم کړو، د دوی قربانو ته د قدر په سترګه کتلی شي.
د جمعې په ورځ د لکي مروت څخه د درېو پوځيانو تښتول کېدو خبر ورکړل شوی وو.
د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو (سي ټي ډي) ويلي، په 2024م کال کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د خېبرپښتونخوا 149 پوليس وژل شوي او 232 ژوبل شوي دي.
سي ټي ډي ويلي، د پوليس او امنيتي ادارو سره په مقابلو کې د فتنه الخوارج (تحريک طالبان پاکستان) 270 ترهګر وژل شوي او 802 نيول شوي وو.
په 27م دسمبر د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري ويلي وو، په 2024م کال کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 383 افسران او عسکر وژل شوي دي.
هغه ويلي وو، امنيتي ځواکونو او قانون نافذونکو ادارو 59,775 عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو په ګډون 925 وسله وال وژل شوي، او دا په تيرو پينځو کلونو کې تر ټولو غټه شمېره ده.
په اسلام اباد کې د څيړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ازادې ادارې په تېر 30م دسمبر، کال 2024م کې د شوو پېښو په اړه خپور کړي کاليز رپورټ کې ويلي، د تشدد او ناامنۍ تر ټولو زياتې د افغانستان سر په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي.
سي ار اېس اېس په خپل رپورټ کې ویلي، په 2024م کال کې شوو ټولو وژنو کې 60 فيصده ملکي وګړي وژل شوي دي.
ويل شوي، په نورو پېښو کې 685 امنیتي عسکرو (د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارو غړي، پوليس او نورو قانون نافذونک ادارو غړي) وژل شوي، او دا د کال 2014م نه وروسته د امنيتي عسکرو د وژنو تر ټولو غټه شمېره ده.
سي ار اېس اېس ویلي، خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ زياتې پېښې او وژنې د افغانستان سره په پوله پرتو ضلعو کورمه، شمالي وزيرستان او خېبر کې شوي دي، له دې نه علاوه ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت ناامنۍ او ترهګرۍ ډېرې ځپلې دي.
Forum