لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېر زر د خېبرپښتونخوا د حکومتي کمېټۍ سره خبرو ته کښېنو، محسن داوړ


د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی مشير وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ځواب ته په تمه دي چې کله ورسره خبرو ته کښېني او د پي ټي اېم مشران وايي ډېر زر به د حکومتي کمېټۍ سره ليده کاته وکړي.

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی مشير اجمل وزير وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، پي ټي اېم ته يې رسمي بلنه ورکړې خو دوي ته د ۳۱م مارچ نېټه ورکړل شوې چې د هغې نه وروسته به ورسره خبرو ته کښېني خو بيا ورته ځواب نه دی شوی.

خو محسن داوړ وايي پي ټي اېم د شمالي وزيرستان د غونډې په تياريانو کې بوخت ؤ او پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ دغه جلسه وشوه او اوس به د حکومتي کمېټۍ سره د ليدو دپاره ځواب وروليږي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو هغه وويل پي ټي اېم خبرو ته تیار دی خو د يادې کمېټۍ سره يې د ليدو نېټه نه ده ټاکلې په ورځ دوه کې به دغه فېصله وکړي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت لخوا د قبايلي ضلعو په سېنېټرانو او قامي اسمبلۍ غړو باندې ګډه مشتمله مشاورتي کميټي جوړه کړی شوې چې د پي ټي اېم سره به خبرې کوي.

د دغه کمېټۍ د جوړېدو په غبرګون کې د پي ټي اېم مشرانو له دې وړاندې وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي ؤ، دا کميټي د دې جوګه نه ده چې د پي ټي اېم ټولو غوښتنو ته ځواب اووايي ځکه چې پي ټي اېم د کراچۍ او کوټې پورې د پښتنو د مسلو خبره کوي او دا کميټي د خېبرپښتونخوا په کچ جوړه شوې ده.

خو اجمل وزير دغه څرګندونې ته په ځواب کې وايي اول چې دوي کښېني په خپل مينځ کې خبرې وکړي د يو بل خبرې واوري او په ځانګړي ډول پي ټي اېم څه غواړي د هغې وروسته به بيا نورې خبرې کيږي.

هغه وویل حکومت يې خبرې کول غواړي او د خبرو د لارې مسلې حل کول غواړي.

پي ټي اېم هم وايي دوي کله هم د خبرو نه انکار نه دی کړی خو که په سنجيده ډول ورسره خبرې وشي.

پي ټي اېم پرون په ميرانشاه کې غټه جلسه کړې او خپلې غوښتنې يې پکې يو ځل بيا تکرار کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG