لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت:افغانان سوله غواړي،دسولې دخبرو ودرولو ذمه وار طالبان دي


دافغانستان حکومت دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره دسولې دخبرو د ودرولو ذمه وار طالبان ګرځولي اؤ‌ ویلي يې دي د افغانستان خلک او دولت د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي .

صدر ټرمپ تیره شپه په ټوئټر اعلان کړی ؤ چې کابل کې دطالبانو لخوا د وروستۍ بمي چاودنې له امله یې طالبانو سره دسولې خبرې ودرولي اؤ دطالب مشرانو اؤ ولسمشر اشرف غني سره یې ټاکل شوې لیدنې یې لغوه کړي دي

دصدر ټرمپ ددې اعلان په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ دافغانستان دصدارتي ماڼۍ څخه خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی دی.

اعلامیه کې راغلي مونږ تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هله راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي

داعلامیې له مخې د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیقوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت، د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسئولیت ګڼي.

اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.

تر دې وړاندې صدر ټرمپ پخپلو بیلابیلو ټوئټونو کې ویلي وؤ ټاکل شوې وه چې نن د طالبانو مشران او افغان ولسمشر اشرف غني امریکا ته راشي او له ما سره په کمپ ډېوېډ (د مېرېلېنډ په پوځي هډې) کې وګوري خو ما دغه لیدنه کنسل کړه”

ښاغلي ټرمپ د خپلو ټویټونو په دوام لیکلي وو"که دوی (طالبان) د سولې په دې مهمو خبرو کې په اوربند موافقه نشي کولای او حتی ۱۲ بې ګناه کسان وژني نو دوی د یوې معنی لرونکې تړون لپاره د مذاکراتو توان هم نه لري. نورې څو لسیزې به دوی جګړه کوي؟"

ټرمپ په خپلو ټویټونو کې طالبانو ته په اشارې دا هم لیکلي وؤ چې څه ډول خلک به دومره کسان ددې لپاره ووژني چې د هغوی د امیتاز ګټلو توان (بارګېنېنګ پوزېشن) پرې ځواکمن شي؟

ټرمپ زیاته کړې وه “دوی دا نه دي ترل سه کړي بلکه خبره یې لا نوره هم خرابه کړې ده.”

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغان سولې په اړه د خبرو درول او د وسلوالو طالبانو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې طالبانو نه یوازې د سولې د روان بهیر پر وخت په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم کړی بلکه تر پخوا یې نور هم زیات کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG