لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېرس له تړون او ډبلیو ایچ او څخه د امریکا له وتلو وروسته د بودیجې د نورې کمۍ تمه کیږي


د صدر ډانلډ ټرمپ له هغه اعلانه وروسته چې وایي امریکا به د روغتیا له نړیوال تنظیم نه ووځي، تمه کیږي امریکا به د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره مالي مرسته کمه کړي او امکان نه ښکاري چې نور شتمن هیوادونه به دا تشه ډکه کړي.

د ملګرو ملتونو لپاره سخت مالي وخت په مخکې دی، ځکه چې امریکا له نړیوالو ژمنو لاس اخلي او د روغتیا په نړیوال تنظیم کې خپل غړیتوب پای ته رسوي.

د روغتیا د نړیوال تنظیم ویاند تارک جساریویچ وایي، "دا په 2023م کال کې د بجټ 18 فیصده وه او لکه څنګه چې ما وویل امریکا تر ټولو لوی واحد مرسته کوونکی ملک دی."

صدر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه د خپل دفتر په لومړۍ ورځ بېلابېل صدارتي فرمانونه لاسلیک کړل، چې پکې د موسمي بدلون لپاره د ملګرو ملتونو له نړیوال پېرس تړونه د امریکې وتل هم شامل دي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ وایي، "امریکا به خپل صنعتونه خراب نه کړي ځکه چې، چین د معافیت تر حده چاپېریال ککړوي."

امریکا په نړۍ کې د فوسیل تېل او ګېسو تر ټولو لوی پیداکوونکی ملک دی چې د نړیوالې تودوخې سبب جوړېږي او د ملګرو ملتونو تر ټولو لوی مالي مرسته کوونکی هم دی.

د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سفیرې په توګه د ټرمپ نومول شوې ایلیس سټیفېنیک په سېنټ کې د هغې د منظورۍ په غونډه کې وویل، د ماشومانو اداره یونیسف او د خوراک نړیوال تنظیم د ملګرو ملتونو اغېزناکې ادارې دي.

خو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونود ادارې (یو این آر ډبلیو اې) په ګډون به له نورو ادارو سره هم مالي مرسته کمه شي.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا نومانده سفیره ایلیس سټیفېنیک وایي، "زموږ د ټیکس ډالر باید د هغو ادارو د ودې لپاره ونه لګول شي چې د امریکې د ګټو خلاف وي، یهودي ضد وي، یا په درغلۍ، بډو رشوتونو او یا په ترهګرۍ کې ښکېل وي."

کله چې ټرمپ په 2017م کال کې د خپلې لومړۍ دورې په مهال د ملګرو ملتونو له ډیرو ادارو سره مالي مرسته کمه کړه، نو د یورپي اتحاد هیوادونو ورسره مالي مرستې زیاتې کړې.

خو اوس د دوی پاملرنه دفاعي لګښتونو ته ده چې له اوکراین سره د روس د یرغل په ضد مرسته وکړي او دا ځکه چې دوی له کیف سره د ټرمپ په مشرۍ د امریکا پر نورو مرستو شکمن دي.

د فرانس صدر ایمېنویل مېکرون وایي، "اوس چې په امریکا کې نوې اداره واکمنه شوې ده، دا د یورپ د خلکو لپاره، زموږ د دوو هیوادونو فرانس او جرمني لپاره ډېره د اهمیت وړ خبره ده چې د یو متحد، مضبوط او خپلواک یورپ د یووالي لپاره خپل بشپړ رول تر سره کړي."

بل لور ته دا امکان هم نه ښکاري چې چین به له ملګرو ملتونو سره مالي مرسته زیاته کړي.

د انټرنېشنل کرایسز ګروپ مشر ریچرډ ګوان وایي، "چینایي چارواکي هم ریښتیني دي چې ګواکې د دوی هیواد هم له ځینو اقتصادي ستونځو سره مخ دی او دوی ډېرې اضافي پیسې نه لري چې دلته هلته یې ولګوي، نو زه ویره لرم چې له ملګرو ملتونو سره د مالي مرستې کوم څرګند متبادل نه شته."

دا دویم ځل دی چې ټرمپ د 2015م کال د پېریس له تړونه امریکا باسي چې مقصد یې د تودوخې د کاربن اخراجېدو کموالی او له دې سره تر صنعتي نړۍ مخکې کچې د نړۍ تودوخه سنټي ګرېډ په کچه تر دوو درجو ټیټه ساتل دي.

په 2021م کال کې د ټرمپ ځای ناستي صدر جو بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ امریکا بیرته له پېریس تړون سره یو ځای کړه.

څېړونکي وایي امریکا چې بیا بیا دریځونه بدلوي، کېدای شي نور هیوادونه د موسمي بدلون په اړه خپلې ژمنې لږ سنجیده وګڼي.

د نیویارک د کارنیل پوهنتون استاده شیلا اولمسټېډ وایي، "که موږ په چین کې د ګېسونو کم اخراج ولرو، یا د نړۍ په نورو هیوادونو کې د ګېسونو اخراج کم وي، نو، د امریکې مثال به په پام کې ونیسو هغه هېوادونه چې د ګېسونو د اخراج پّ کمولو کې ناکامه شوي، هغه زیانونه به پېښ کړي چې د امریکې اقتصاد به اغېزمن کړي. زیانونه نړیوال دي.."

د موسمي بدلون فعالانو د صدر ټرمپ په پرېکړې باندې اعتراض کړی. راتلونکی کال چې له تړونه په رسمي توګه ووځي، امریکا به د ملګرو ملتونو د یواځینیو هیوادونو په توګه له ایران، لیبیا او یمن سره یو ځای شي چې د موسمي بدلون د تړون برخه نه دي.

یادونه:- دا د وي او اې د خبریالې پېټسي ویډاکسوارا د ویډیو رپوټ ژباړه ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG