لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د نقيب مسيد او نورو ۴۴۴ وژنو په اړوند جوړه ننداره ودرول شوې ده


Karachi Biennale 2019
Karachi Biennale 2019

په کراچۍ کې مدني فعال او وکيلان وايي د (کراچي بينالی) په نوم مېله کې يې په جعلي پوليس مقابلو کې د نقيب مسيد او ۴۴۴ نورو وژنو په اړوند ننداره وړاندې کوله خو وړاندې کېدو ته نه ده پرېښودی شوې.

فعال او وکیل جبران ناصر وايي، د کراچۍ بېنالی په نوم ننداره کې د فريئر هال په ودانۍ کې يوه ننداره راجوړه کړی شوې چې پکې علامتي قبرونه يا خازې ودرول شوي او د هغه په وېنا "دا په کراچۍ کې د هغو ۴۴۴ وژنو علامتونه دي چې نوموړی يې تور په پخواني پوليس افسر راؤ انوار لګوي چې د ۲۰۱۱ نه ۲۰۱۸ پورې يې دغه وژنې کړي دي".

راؤ انوار د کراچۍ د ملير ضلعې پخوانی پوليس افسر دی او د نقيب مسيد سره پرې د ۴۴۴ کسانو د وژنو تور دی چې په جعلي مقابلو کې يې وژلي دي.

په راؤ انوار دا وخت د نقيب میسد د وژنې مقدمه روانه ده.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد تېر کال د جنورۍ په ۱۳م نېټه د درېو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی ؤ.

دا مقابله د راؤ انوار په مشرۍ کې شوې وه کله چې هغه د کراچۍ د ملير ضلعې د پولیس مشر ؤ او دغه مقابلې ته د پوليس خپلې پلټنيزه ډلې جعلي وو.

جبران ناصر د نورو هنرمندانو، وکيلانو او فعالانو سره په ګډه خبري غونډې ته وویل، د اتوار په ورځ دغه ننداره راجوړه شوې او "د دغو قبرونو د لارې ښودل کېده چې دا خلک راؤ انوار وژلي دي".

هغه وويل په فريئر هال کې عدليه سلېمان او نورو انځورګرو هنرمندانو يوه ویډيو وړاندې کوله چې د نقيب مسيد پلار پکې ښودل شوی او چرته چې نقيب وژل شوی هغه ځای پکې ښکاره کړی شوی ؤ.

خو ناصر وايي څو کسان راغله او دوی دغه ويډيو ودروله. نوموړي په يو ټویټ کې د پاکستان په استخباراتي اداره د دغه کار تور لګولی دی.

عديله سلېمان چې دغه ويډيو يې وړاندې کوله وايي "په دې کې کوم داسې څيز نه ؤ چې هغه د وړاندې کولو قابل نه ؤ يا پرې عام خلک خبر نه ؤ".

خبري غونډې ته د نقيب مسيد د وژنې کېس چلوؤنکي وکیل فېصل صديقي وویل، "د دوی په خواست راؤ انوار نيول شوی او هغه مقدمه روانه ده خو نوموړی وايي د ډېر افسوس خبره دا ده چې د يونيم کال نه زیاته موده وشوه چې په ۴۴۴ وژنو تورن پوليس افسر (راؤ انوار) داسې ګرځي".

هغه زیاته کړه دوی ګڼل چې "د پاکستان رياست خپله لاره بدل کړې ده نقيب الله او پلار ته به يې انصاف ورکړي خو نن دا کار بيا هغه يادګېرنه کوي چې راؤ انوار او د هغه په رنګ خلک خوندي ساتي".

هغه وویل "په دغه ډول کارونو به د دوی حوصلې ماتې نه شي بلکې دوی به راؤ انوار ته د سزا ورکولو پورې خپله مبارزه دوامداره ساتي".

جبران ناصر په ټويټر يوه ویډيو خپره کړې چې پکې توره ټوپۍ او تورې جامې اغوستې تن راځي او مايکونه لري کوي او د جبران ناصر سره خبرې اړوي.

دغه تن چې جامې يې اغوستي او رسنیو سره خبرې يې ودرولي او مايکونه يې لري جبران د دغه تن ويډيو په ټويټر اچولې او ورته يې ليکلي چې دا د پارکونو مشر دی "هغه وايي سهار دوی دا ننداره نه وه ودرولې د هغه په خيال دا د پوځ کسان وو".

وي او ای ډيوه په کراچۍ کې د دغه پېښې په اړوند د پوليس په دريځ ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې خو پوليس رسنیو سره په خبرو کې د يادې پېښې نه ځان نا خبره ګرځولی دی.

د کراچۍ فريئر هال د ودانۍ نه بهر د قبرونو يا ودرول شوؤ خازو علامتونه اوس هم موجود دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG