لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې ۱۶ ته رسېدلي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کرونا وايرس نهه نوې پېښې مخې ته راغلي د کوم سره چې په پاکستان کې د کرونا وايرس د پېښو شمېره ۱۶ ته رسېدلې ده.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم مرستیال ډاکټر ظفر مرزا ويلي "په کراچۍ کې د کرونا وايرس د نهه پېښو پخلی کوم".

د کرونا د تازه نهه پېښو سره په کراچۍ کې د کرونا وايرس څخه اغېزمنو شمېره ۱۳ ته رسېدلې ده.

د سنده صوبې د صحت د محکمې چارواکو ويلي تازه پېښې د ګل/ دوشنبې په ورځ مخې ته راغلي دي.

چارواکو ويلي په کرونا وهلو نهه کسانو کې شپږ هغه دي چې په وروستيو کې یې د شام سفر کړی دی او په دوی کې درې هغه دي چې د دوبۍ په لار د لندن نه راغلي دي.

له دې وړاندې چارواکو ويلي په سند صوبه کې د وړاندې نه کرونا وهلی يو ۲۲ کلن تن صحتمند شوی او د روغتون څخه کور ته لېږل شوی دی.

په سند صوبه کې چارواکي وايي کراچۍ ته د ايران څخه بيرته په راتلونکو کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

ويل شوي د فرورۍ د مياشتې نه چې د ايران څخه کراچۍ او د صوبې نورو برخو کې ته کوم کسان راغلي چې شمېره يې په سوؤنو کې ښودل کيږي د هغو مالومات رايوځای کولی شي.

چارواکي وايي د ځینو مالوم شوؤ کسانو ټېسټونه يې کړي چې زياتره پکې د کرونا څخه پاک مالوم شوي دي.

د سند صوبايي حکومت د کرونا وايرس له خطره د ۱۳م مارچ پورې په تعليمي ادارو کې رخصتي اعلان کړې ده.

چارواکي وايي د صوبې په پينځه روغتونونو کې يې د کرونا وايرس وهلو دپاره ځانګړي وارډونه جوړ کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG