لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: که پاکستان د نورو اسلامي هېوادونو غوندې سخت لاک ډاون ونه کړي کرونا وایرس به زیات ور خپور شي


پېښور ــــ په پاکستان کې د کرونا وبا ورځ په ورځ خورېږي خو په ټول هېواد کې يوغېريقيني صورتحال پېدا شوی ځکه چې خلک يو طرف ته د کرونا وبا نه احتياط نه کوي او بل طرف ته حکومت هم د لاک ډاون په اړه واضحه پاليسي نه لري.

حکومت په وروستيو کې په ملک کې د کرونا وبا د مريضانو شمېر ۱۲ زره نه سېوا کېدو نه پس لاک ډاون د را روانې مياشتې تر نهمې نېټې پورې د غزولو اعلان کړی خو آيا دا مکمل لاک ډاون دی که برسېرن لاک ډاون دی، د کوم چې وزيراعظم عمران خان خبره کوي. د برسېرن لاک ډاون مطلب دا دی چې صرف هغه ځای په مکمله توګه بند کړی شي چرته چې د کرونا وبا مريض ښکاره شي او دا وبا هلته وي.

د لاک ډاون په اړه دا کنفيوژن او غېر يقيني صورتحال هغه وخت نور هم سېوا شي چې د پاکستان وزيراعظم خلکو ته يو اړخ ته په کور کې د لمونځ کولو نصيحت کوي او بل اړخ ته د روژې مياشت شروع کېدو سره په جماعتونو کې خلک تراویح هم کوي او د کرونا وبا نه ځان بچ ساتلو د پاره څه قسمه احتياط هم نه کوي.


مسلمان ملکونه لکه سعودي عرب او امارات څنګه لاک ډوان عملي کړی او هلته په مذهبي غوڼدو باندې څنګه بنديز عملي شوی. په سعودي عرب کې کار کوونکی د صحت يو ماهر ډاکټر طاهر شاه وایي چې په سعودي عرب کې د کرونا وبا او مذهبي غونډو د پاره ډېره ښکاره او واضحه پاليسي جوړه شوې ده ځکه دغه بنديزونه عملي شوي دي:


"په سعودي عرب او اماراتو کې ټول خلک اسلام پسند دي، دوی ته معلومه وه نو دوی په دې [مذهبي غونډو] بندیز ولګاوه او د وبا د مخنيوي هڅې کوي. جوماتونه بند دي او خلکو ته باقاعده په بانګ کې وایي چې په کور کې لمونځونه کوئ".

ډاکټر طاهر شاه وایي په دې اړه د حکومتونو په حواله ډېر ښکاره دريځ پکار وو، خو وایي پاکستان کې اوس خلک د غېريقيني صورتحال سره مخ دي، څه خلک وایي حکومت ورته وایي جوماتونو ته ځئ، څه وایي ډاکټران ورته وایي تاسو مه ځئ، نو د يو ډاکټر په حیث هغه کله هم دا نه شي ویلای ځکه چې وایي د دې علاج په حفاظت او د يو بل په نه لرې اوسېدو کې دی. ډاکټر طاهر شاه وایي دا بندېز په پاکستان کې هم عملي کېدی شي خو که حکومت او ملا دواړه هڅه وکړي:


"حکومت زور لري چې هغه يو ځای بند کړي او په قانوني توګه يې مخنيوی وکړي او بل کوم ملايان صاحبان چې جومات کې په ممبر ناست دي، ځکه چې د هغوی د خبرې په خلکو باندې اثر ډېر وي."


خو د اسلامي نظرياتي کونسل چېرمېن ډاکټر قبله اياز وایي دوی خلکو ته بيا بيا په کورونو کې د لمونځ او د دې د ثواب په اړه ويلي خو وایي‌ خلک نه پوهيږي او نه مني:


"زمونږ خلکو ته هم دا ګزارش دی چې په موجوده صورتحال کې دې په کورونو کې عبادت وکړي، الله پاک به دا عبادت قبلوي، په شرعي توګه به دوی د ثواب نه نه محروميږي، خو دلته اوس زمونږ دا خلک ډېره عجيبه دي، د دوی یو جذباتي تړون دی او شعور کم دی".

په پاکستان کې عالمانو هم د مارچ په ۲۵مه نېټه دا اعلاميه جاري کړې وه چې په کورونو کې عبادت وکړئ خو اکثره خلک دا نه مني.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویلي، د مزدورانو او کم آمدن لرونکو د مالي مشکلاتو د وجې هغه د مکمل او اوږدې مودې د لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون په حق کې نه دی خو بل طرف ته ‌‌‌‌‌‌ډاکټران ویره لري که حکومت لاک ‌‌‌‌‌‌ډا‌ون سخت نه کړ نو دا وبا به دومره زیاته شي چې د صحت عمله به هم متاثره شي او د خلکو علاج به نه شي کولای او ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک به ژوند وبایلي.


دغه پوهان وايي که نورو اسلامي هېوادونو د کرونا وبا د مخنيوي د پاره لاک ډاون عملي کړی او تر دې چې په مذهبي غونډو باندې يې هم بندیز عملي کړی،‌ د دې وجه صرف دا ده چې هغوی واضحه تګلاره او واضح سوچ لري.

طبي ماهرین وایي، د پاکستان حکومت ته هم د کرونا وبا د مخنيوي او د دې نه احتياط لپاره پکار ده چې د لاک ډاون د عملي کولو د پاره خپل واضح سوچ او عمل وښیي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG