لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسجد نبوي او مسجد اقصی پرانستل شو خو خانه کعبه د خلکو دپاره اوس هم بنده ده


Saudi Arabia
Saudi Arabia

سعودي عرب د خالي په ورځ په ملک کې د جوماتونو پرانستلو اعلان کړی او مسجد نبوي یې هم د نمونځ کوونکو دپاره پرانستی خو خانه کعبه د خلکو دپاره اوس هم بنده پرته ده.

ای پي خبري ادارې ويلي په بېت المقدس کې مسجد اقصی هم پرانستل شوی دی.

سعودي عرب د کرونا وايرس له امله د دوه مياشتې مودې نه زيات وخت جوماتونه تړلي وو او چاته په جومات کې د نمونځ کولو اجازت نه ؤ.

ای پي ویلي سعودي عرب نزدې ۹۰زره جوماتونو پرانيزي او د هغې دپاره يې جوماتونه سېنېټايز کړي دي.

ويل شوي د سعودي عرب د مذهبي چارو وزارت خلکو په بېلابيلو ژبو کې پېغامونه ليږلي او ورته يې ویلي چې په جومات کې به په دوه ميټره فاصله کې د يو بل نه لرې وي او تل به يې ماسک او لاسو ته دستانې اچولې وي.

د ای پي ترمخه نمونځ کوونکو ته په کور کې د اودس کولو ويل شوي او زياته کړی شوې چې جومات به د نمانځه نه ۱۵ دقيقې وړاندې پرانستل کيږي او د نمانځه نه لس دقيقې وروسته به تړلی شي.

د جمعې د نمانځه دپاره ۱۵ دقيقې وخت ورکړی شوی دی.

ویل شوي خانه کعبه د عامو خلکو دپاره اوس هم بنده ده او سعودي عرب تراوسه پورې د حج کولو يا نه کولو پرېکړه هم نه ده کړې.

په سعودي عرب کې تراوسه پورې په ۸۳زره۳۸۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او په دغه هېواد کې ۴۸۰ کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG