د خېبرپښتونخوا د تعلیم محکمې د سکولونو پرانستو په لړ کې د کرونا وايرس څخه د بچ کېدو دپاره احتياطي تدابير يا (اېس او پيز) جاري کړي د کوم په اړه چې د سرکاري سکولونو استازان وايي په سکولونو کې اسانتياوې نه لري.
په پاکستان کې سرکاري تعليمي ادارې/ نزدې شپږ میاشتې وړاندې د کرونا وبا له امله تړل شوې وې.
د جولايۍ په مياشت کې د پاکستان د تعلیم وزير شفقت محمود ويلي ؤ په 15م ستمبر به د سکول نه واخله تر د پوهنتون پورې ټولې تعليمي ادارې پرانيزي خو بيا هم د کرونا وبا زور ته به کتلی شي.
د خېبرپښتونخوا د تعليم محکمې په سرکاري او شخصي سکولونو کې د کرونا وايرس څخه بچ کېدو دپاره احتياطي تدابير اعلان کړي دي.
په احتياطي تدابيرو کې ويل شوي په کلاسونو کې به ماشومان په جدا سيټونو (ډسکونو) د يو ميټر په فاصله کې کښېنولی شي، ماسکونه به اچوي او په سکول کې به څو ځله لاس وينځي، اسمبلۍ به نه شي کولی، ماشومان به هغه لوبې نه کوي چې يو بل ته پکې نزدې کيږي يا لاس لګوي، سېنېټايزر به کاروي او د خوراک څښاک څيزونه او لوښي به د کور نه د ځان سره راوړي.
دغه رنګ ويل شوي په کومو کلاسونو کې چې ماشومان زيات وي د هغو کلاسونه به دوه وخته اخستلی شي يو سهار او بل د ماسپښين نه وروسته، دغه ډول استازانو او د ماشومانو ميندو پلارانو دپاره پکې هم د کرونا نه بچ کېدو طريقې ښودل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د شخصي سکولونو د اتحاديې مرستيال مشر فضل الله وايي شخصي سکولونه تيار دي چې په فيسونو کې اضافه ونه کړي او په دغه کړنلاره عمل وکړي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی دا وخت هم دوی ځینې ادارې پرانستي دي او حکومت په هغې قدغن لګولی دی خو د هغې باوجود دوی په خپله د سېنېټايزر په خپله انتظام کړی دی ماشومان خپل ماسکونه راوړي او په کلاس کې د ماشومانو دپاره هم انتظام شوی دی.
خو د سرکاري سکولونو استازان وايي په سرکاري سکولونو او په ځانګړي ډول په پرايمري سکولونوکې د ماشومانو شمېره سېوا وي او دوی دومره اسانتياوي هم نه لري ځکه د دوی دپاره به په دغو احتياطي تدابيرو عمل کول ګران وي.
د قبايلي ضلعې د استازانو د اتحادي مرستیال مشر مرجان علي وايي، په قبايلي ضلعو کې په زياترو سکولونو کې کمرې کمې او د ماشومانو شمېره زياته وي او په سکولونو کې د څښلو او د لاسو وينځلو د اوبو انتظام هم نه وي، دغلته خلک غريب دی نه شي کولی چې ماشومانو ته د ماسک او سېنېټايزر انتظام وکړي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، (په دې خو مونږ بیخي عمل نه شو کولی ځکه چې دوه، درې سوه ماشومان به په کوم ځای کې راځای کوې او هلته داسې سکولونه دي چې د اوبو بيخي انتظام نشته پکې، نو دا څيزونه به مونږ ته ډېر ګران شي).
وي او ای ډيوه د تعليم د محکمې د چارواکو سره د رابطې هڅه کړې چې مالومه کړي ترې، چې په سرکاري سکولونو کې به څنګه دغه احتياطي تدابير په عمل کې راوستل شي، خو د چارواکو سره رابطه نه ده شوې.
خو د مومندو ضلعې د تعليم مشر جېدی خان وي او ای ډیوه ته وويل، تراوسه ورته د دې احتياطي تدابيرو دپاره فنډونه نه دي ورکړی شوي خو د محکمې د لارښوونې په رڼا کې دوی کولی شي چې نور فنډونه د کرونا وايرس څخه بچ کېدو دپاره وکاروي.
په پاکستان کې د کرونا وبا د مخنيوي دپاره تړل شوي کاروبارونه او نور زياتره ځايونه د احتياطي تدابيرو خپلولو د لارښوونې سره پرانستل شوي دي.
حکومتي چارواکي وايي په 15م ستمبر د تعليمي ادارو پلان لري خو بيا هم ويل شوي د ستمبر په لومړۍ اوونۍ کې به د کرونا وايرس وبا ته په کتو ختمي پرېکړه کولی شي.
په پاکستان کې چارواکي وايي د کرونا وايرس پېښې اوس هم مخې ته راځي خو د وړاندې په پرتله دا شمېرې ډېرې کمې شوي دي.
په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه 6209 کسان مړه شوي او په دوه لکه 90زره958 کسانو کې د دې پخلی شوی دی.