نن په 24م اکتوبر چې د پولیو وايرس نه د خبردارۍ او د دغه وايرس نه د ساتنې نړيواله ورځ نمانځل کيږي، په نړۍ کې پاکستان او افغانستان يواځې دوه هېوادونه پاتې شوي چې د پوليو وايرس پکې شتون لري.
په پاکستان کې سږکال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو 79 پېښې مخې ته راغلي او تېر کال دغه شمېره 147 وه.
په افغانستان کې د راپورونو ترمخه روان کال د پوليو پېښې 53 رپورټ شوي او تېر کال دغه شمېره يواځې 29 وه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره ادارې يونيسف د پوليو وایرس د ختمولو دپاره غږ کړی دی.
يونيسف ویلي، زمونږ مرسته وکړئ چې پاکستان د پوليو نه پاک کړو، د پوليو په ورځ خپل او نور ماشومان د پوليو نه خوندي کړو، او مونږ کولو شو چې پوليو ختم کړو.
په پاکستان کې د پولیو د مخ په زياتي پېښو په اړه د پوليو ضد پروګرام چارواکي وايي دوی د دغه رنځ په وړاندې د ځينو ستونزو سره مخ دي چې پکې تر ټولو غټه ستونزه د ميندو پلارانو د پوليو ضد څاڅکو ماشومانو ته ورکولو نه انکار کول دي.
خو چارواکي وايي دوی د ټولنې سره تعلق لرونکو ټولو مشرانو سره په تماس کې دي او هڅه کوي چې خلک د دې رنځ نه د خلاصي او پوليو ضد څاڅکو په اهميت خبر کړي.
په بلوچستان کې د پوليو ضد پروګرام مرستیال مشر ډاکټر افتاب کاکړ وايي په بلوچستان صوبه کې د پوليو زياتې پېښې په کوټه کې مخې ته راغلي دي.
د وي اوای ډیوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي کاکړ سره په خبرو کې هغه ويلي په صوبه کې د پوليو پېښې سېوا کېدو تر ټولو غټ علت د خلکو د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار دی چې خلک خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا سیاسي سلاکار جاوېد فېصل په طالبانو غږ کړی چې "تر خپل کنټرول لاندې ساحو کې د پولیو ضد واکسین ته اجازه ورکړي او افغان کوچنیان له دایمي فالج څخه وژغوري".
په پاکستان کې د پوليو ضد پروګرام چارواکي وايي سږ کال د کرونا وبا له امله د پوليو ضد کماينونه د ځنډ ښکار شوي خو دغه کمپاينونه بيرته روان کړی شوي او هڅه کوي چې په ټول ملک کې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورسوي.