لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: په جنوبي وزيرستان کې به 3G, 4G نن کار پېل کړي، په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد کاربنديز


د پاکستان وزيراعظم عمران خان اعلان وکړو، چې په جنوبي وزيرستان کې به نن 3G, 4G انټرنېټ کار پېل کړي، خو بل لور ته په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد کاربنديز روان دی.

وزيراعظم عمران خان نن د شورو/چهارشنبې په ورځ 20م جنورۍ د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د کامياب جوان پروګرام په نوم راجوړې دستورې ته په وېنا کې وویل، وزيرستان شاته پاتې شوی ځکه دوی پوره هڅې کوي چې دغه علاقې ته پوره اسانتياوې ورکړی، سکولونه کالجونه او پوهنتونونه جوړ کړي.

هغه وويل، د دې ځای خلکو اول د انګرېز نه د ازادۍ دپاره قربانۍ ورکړي، او بيا په 1947 کې چې په مسلمانانو ظلم وشو په پنجاب او کشمير کې، د دې ځای خلک کشمیر ته تللی او د کشمیريانو د ازادۍ دپاره یې قربانۍ ورکړي او پنجاب ته تلل چې د ظلم مخه ونيسي خو په دې تاريخ په پاکستان کې څوک نه دي خبر.

هغه زياته کړه د قبایلي علاقو په پښتونخوا کې ورګډېدل ګران کار وو، او ځينې خلکو د دې په وړاندې د شر جوړولو هڅه کړې خو بيا هم د وزیرستان او قبايلي سيمو خلکو دغه ګران کار اسان کړو او وخت به ثابته کړي چې د قبايلي سيمې په صوبه کې د ورګډېدو فېصله سمه وه.

هغه وویل چې د علاقې څومره مسلې د هغه په وړاندې کېښودی شوې د زياتو تعلق پکې د صوبې د حکومت سره دی، او هغه په علاقه کې د تهري جي فور جي انټرنېټ روانولو اعلان وکړو.

نه يواځې په وزيرستان بلکې په ټولو قبايلي ضلعو کې د موبايل او انټرنېټ سروس د اسانتيا د نشتوالي پرضد وخت په وخت احتجاجونه او پرلتونه شوي دي.

عمران خان وویل هند په بلوچستان کې ترهګري کوي او په وزیرستان کې هم ځوانان راپاروي او زياته يې کړه ما د پوځ مشر جنرل باجوه او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد سره په دې خبره کړې او د هغې وروسته مو د تهري جي فور جي پرانستو فېصله وکړه.

هغه زياته کړه قبايلي علاقې او په ځانګړي ډول وزيرستان بدامنۍ ډېر ځپلی، هغه وویل پلان لري چې په وزيرستان کې د زېتونو انقلاب راولي او واړه ډېمونه به هم جوړ کړي.

بل لور ته د عمران خان د جنوبي وزیرستان د سفر په مهال په شمالي وزيرستان کې د ناامنۍ پرضد کاربنديز شوی دی.

خبریال ناصر داوړ وايي د عمران خان نه خلکو تمې لرلې چې هغه به په علاقه کې د بدامنۍ د مخنيوي، د پوځي عملياتو په مهال د تاواني شوؤ خلکو سره د مرستو، ماين پاکولو او په ځانګړي ډول د جنوبي وزيرستان د افغانستان سره د انګور اډې د لارې پرانستو خبره وکړي خو هغه يواځې د تهري جي او فور جي انټرنېټ اعلان وکړو.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې داوړ وويل عمران خان چې وزيراعظم شوی ؤ په قبايلي علاقو کې يې د تهري جي فور جي خبره کړې وه او دوه کاله وړاندې چې هغه په خپله د واڼه سفر کړی ؤ د تهري جي فور جي روانولو يې ويلي ؤ او نن يې هغه زوړ اعلان تکرار کړو.

داوړ زیاته کړه عمران خان وايي چې د علاقې د زياتو مسلو تعلق د صوبې د حکومت سره دی خو د صوبې حکومت د قبایلي علاقو فنډونه د ځان سره ساتلي او د قبايلي ضلعو په صوبه کې د ورګډېدو وروسته یې تراوسه په دغه سيمه کې کومه غټه پروژه نه ده اعلان کړې.

بل لور ته په شمالي وزيرستان کې نن په بشپړ ډول کاربنديز شوی دغه کاربنديز چې پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان کړی ځايي خلکو يې هم ملاتړ کړی او دوی غوښتنې لري چې په علاقه کې دې د ناامنۍ خاتمه وشي، هدفي وژنې دې ودرول شي، د ناامنۍ د پېښو وروسته دې د خلکو ځورول ودرول شي، د ډاکټر ولي الله په وژنه کې ککړ کسان دې د قانون منګولو ته راوستل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG