لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمل ولي خان:‌ د امن مسله د یو کور یا سیمې نه د ټول لر او بر افغان مسله ده


ډېره اسماعیل خان ــــ د عوامي‌ نېشنل ګوند د پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي‌ خان بنو ته د سیاسي ګوندونو د مشرانو پر تګ د بندیز باوجود د جانيخېلو احتجاجي پرلت ته له خپلو سلګونو پلویانو سره ورغلی او له احتجاج کوونکو سره یې خواخوږي‌ کړې ده.

په داسې حال چې د بنو پولیس دې پرلت ته د سیاسي ګوندونو مشران نه پرېږدي او په لارو کې یې خنډونه اچولي پرلت کوونکي وايي ټولې لارې بندې کړې کړل شوې دي او په دې خنډونو تېریدو وروسته ایمل ولي احتحاجي پرلت ته وینا کې ویلي "زه چې خپل قام له په جرګه ځم او څوک هم زموږ لار نه شي تړلای".

د بنو په جانيخیل کې د یوه قامي مشر نصیب خان تر وژنې وروسته د هغه له مړي سره ولسي پرلت پرون په لسمه ورځ هم دوام دوام درلود او پرلت کوونکي وژل شوي مشر ته انصاف تر لاسه کېدو سره په سیمه کې د امنیت غوښتنه کوي. پولیسو د دې مقدمه د نا معلومه کسانو پرضد درج کړې.

احتحاجي پرلت ته په وینا کې ایمل ولي ویلي چې "امن یواځې جانيخېلو نه د لر او بر ټول افغان ولس مسئله ده او مونږ دې ټولو ته امن غواړو".

هغه وویل د امن لپاره زما مشوره دا ده چې د پښتون قام ټول سیاسي ګوندونه سماجي تنظیمونه هغه که سیاسي وي که سېول سوسایټي که د هر مکتب فکر خلک چې ټول سره راغونډ شو او د دې مسلې مستقل حل د پاره خپله تګلاره وټاکو، ځکه چې وايي "د دې جنګ په اوږه ټوپک هم د پښتون او مخامخ سینه هم د پښتون استعمالیږي".

ایمل ولي وویل خپل قام به د ښه او بدو وسله والو د دې بوګس جهاد نه راوباسل وي. وایي‌ د پښتون په خاوره د جهاد په نوم د پښتنو وژنه نه مني او نه د پاکستاني او نه د افغان په نوم وسلوال د زغملو وړ دي.

هغه وویل د پاکستان پالیسي هم د افغانستان په اړه نه مني موږ چې امن غواړو نو یواځې جاني خیلو ته نه ټول لر او بر افغان پښتون ولس بلکې کافر ته هم هغه رنګ امن غواړږ ځکه چې د امن نه بغیر نه ژوند کیږي او نه اقتصاد کیږي.

ایمل ولي وویل د پښتون یوه لویه مسله بې اتفاقی ده، چې تر څو قام یو موټی شوی نه وي‌ نو پر مخ تلل کول ګران دی.

ایمل ولي د پښتنو نه پوښتنه وکړه چې د افغان جنګ کې پښتنو ډېره ګټه او که زیات تاوان وکړو او ویې ویل د تاریخ نه زده کړه وکړئ په تېرو څلوېښتو کالونو کې د افغیان جهاد په نوم زموږ قام څومره مشکلاتو او جاني مالي نقصاناتو سره مخ شول.

ایمل ولي‌ وویل حالات یو ځل بیا بدلېږی. دغه خاوره بیا د افغان بربادۍ لپاره جنګ ته سپارل کیږي خو مونږ به خپله خاوره هیچا ته د استعمالولو ته نه ورنه کړو او د دغه نوي جنګ لپاره د قام یووالی ضروري دی او چې دغه قام څه فیصله وکړي مونږ به یې د سر ملګري یو.

ایمل ولي وویل موجوده حکومت دعوه کوي چې د پاکستان حکومت د پښتنو حکومت دی خو چې کوم خلک خپل قام سره په غم درد کې شریک نه وي هغه پښتون نه دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG