لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د میډیا اؤ عدلیې په ازادۍ تروړل کیدو ژورې اندېښنې ښودل شوي


پاکستان کې حکومت مخالفه سیاستمدارانو ، وکیلانو،خبریالانو اؤ دبشري حقونو فعالانو په میډیا اؤ عدلیه ورځ تر بلې سیوا کېدونکو قدغنونو اؤ بریدونو باندې ژوره اندېښنه ښودلې اؤ وایي ددې وضعیت په ضد به غلي نه پاتې کیږي.

دپاکستان د وکیلانو دسازمان دمرکزي مشر لطیف اپریدي وینا ده چې نړۍ کې په میډیا بندیزونه اؤ دپوځي جنرالانو واکمنۍ په ختمیدو دي خو پاکستان کې بیا په دې اړوند سیند سرچپه بهیږي،

د زیارت په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې په صحافت اؤ عدلیه د بریدونو په موضوع د لطیف اپریدي په مشرۍ راجوړ شوي یو ستر کنونشن ته د هیواد وتلو قانون پوهانو،سیاستمدارانو،خبریالانو اؤ دبشري حقونو فعالینو ویناوې کړي اؤ هیواد کې د صحافت اؤ عدلیې په ضد سیوا کېدونکي فشارونه غندلي دي.

پخپله اعلامیه کې کنونشن دهیواد دننه دجبري بې درکیو په لړۍ هم ژورې اندېښنې ښودلي اؤ غوښتنه یې کړې ده چې په جبر لادرکه کړل شوي ټول خلک باید ایله کړل شي.

دغه کنونشن یا دستورې ته پخپله وینا کې دپاکستان د وکیلانو دسازمان مرکزي مرستیال مشر خوشدل خان ویلي چې طالبان یو ځل بیا خیبر پښتونخوا کې په منظم کیدو دي خو دا ځل به چاته اجازه ورنکړل شي چې دپښتنو بچو اؤ میرمنو حقونه وچقوي.

دستورې ته خپله وینا کې دسپریم کورټ بار ایسوسي ایشن صدر ښاغلي لطیف اپریدي ویلي دسترې محکمې جج ښاغلی قاضي فائز عیسا یوازې په دې خاطر په نخښه کړل شو چې هغه دخپل ضمیر خرڅولو ته راضي نه شو.

لطیف اپریدي ویلي دهیواد وکیلان به ترهغې جنګیږي ترڅو چې قاضي فائز عیسا د سترې محکمې مشر قاضي نه وي جوړ کړل شوی.

ښاغلي اپریدي ویلي نړۍ کې اوس په میډیا بندیزونه اؤ د جنرالانو واکمنۍ په ختمیدو دي خو پاکستان کې بیا په دې اړوند سیند سرچپه بهیږي.

هغه دپاکستان داسټبلشمنټ په تګلارو سختې نیوکې کړي دهیواد سیاسي چارو کې دلاسوهنې ترڅنګ یې دعدلیې اؤ صحافت په ازادۍ تروړلو هم تورن کړی.

دپاکستان دننه وخت په وخت حکومت مخالفه سیاستمداران،قانون پوهان اؤ دبشري حقونو فعالین په پوځ سیاسي چارو کې دلاسوهنې تورونه لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي اؤ وایي یوازې دائین د درشلې دننه دحکومت ملاتړ کوي اؤ کله یې هم سیاسي چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.

لطیف اپریدي پخپله وینا کې دافغانستان یادؤنه هم کړې اؤ خبرداری یې کړی چې که دغه هیواد څخه دامریکې له وتلو وروستو هلته امن ټینګ نه شو نو یو وارې بیا درې میلیونه افغان کډوال پاکستان ته راتلی شي اؤ پاکستان ته به سخت زیان ورسیږي.

د وکیلانو دسازمان مرستیال صدر خوشدل خان وویل خیبر پښتونخوا کې بیا طالبان په منظم کیدو دي خو دا وار به هغوئ ته هغوئ پرې نه ښودل شي چې پښتانه د ډار اؤ دحشت سره مخ کړي اؤ حقونه یې وتروړي.

دې دستورې ته خپله وینا کې وتلي خبریال حامد میر ویلي هغه خو پخپله سخته لهجه معذرت وکړو خو جنرال مشرف چې دهیواد ائین دپښو لاندې کړی په هغې یې تر ننه دقام نه بخښنه ونه غوښته.

حامد میر په دې وروستیو کې په ریاستي ادارو دنیوکو له امله دسختو فشارونو لاندې راغلی ؤ اؤ په کوم ټي وي کې چې یې سیاسي شو کوله دهغې دکوربه توب نه هم ویستل شوی ؤ.

حامد میر وویل پاکستان کې چې دا مهال په میډيا کوم سنسرشپ لګیدلی هغه یې پخپله یوه غوره بېلګه ده ځکه چې پرله پسې ورته ویل کیږي په مینه خبرې کوه .

هغه زیاته کړه دټي وي تر څنګ پرې اوس اخبار کې په لیکلو هم بندیز لګول شوی خو دا یې هم وویل چې هغه ته عارضي بندیزونو قبول دي خو د دایمي بندیزونو په ضد به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري زیاتره مهال پخپلو ویناګانو کې په میډیا دقدغن تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې پاکستان کې میډيا ته دپرمختللو هیوادونو څخه هم زیاته ازادي ترلاسه ده خو خبریالان اؤ څېړونکي بیا دا دعوې بې اساسه بولي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ اؤ دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړي محسن داوړ دې غوندې ته پخپله وینا کې ویلي چې اوس د سوشل میډیا د راتلو سره دپاکستان ولس ته اګاهي شوې ده چې نن که پاکستان که دبشري حقونو څومره خراب وضعیت دی یا یې معیشت څومره ځپل شوی نو دهغې ذمه وار دپوځ مشرتابه دی.

هغه وویل نن که دپوځ هر چارواکی څه کوي نو په شخصي توګه یې نه کوي بلکې دپوځ دیوې ادارې په توګه یې کوي .

پښتون ملت پاله سیاستمدار اؤ دبشري حقونو مبارز افراسیاب خټک دستورې ته خپله وینا کې وویل چې دغیراعلانیه مارشل لاء له ختمیدو پرته دکال۲۰۱۸م په څېر کېدونکې ټاکنې به بیا سلېکشن وي.

هغه زیاته کړې چې سیاسي ګوندونه باید په دې اړوند یو ډاګیز دریځ خپل کړي ځکه چې دتیرو ټولټاکنو وائټ پیپر هیچا خپور نه کړو.

دپاکستان دخبریالانو دمرکزي تنظیم پي ایف یو جی صدر شهزاده ذوالفقار دستورې ته پخپله وینا کې د میډیا په سنسر شپ ژورې اندېښنې وښودلې اؤ وئ ویل اوس چې دمیډیا کنټرول کولو دپاره حکومت کوم نوی قانون جوړ کړی په دې به ورسته دمیډیا مالکان هم دحکومت سره یوه خوله شي اؤ د صحافت اؤ عدلیې د ازادۍ جګړه به یوازې وکیلانو اؤ خبریالانو ته ورپغاړه شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG