لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیخ رشېد:هېله ده افغان طالبان به ټي ټي‌ پي دپاکستان په ضد کارونو ته پرې نه ږدي


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دافغان طالبانو څخه هېله کړې چې هغوئ به پاکستاني طالبان اؤ نورې ورانکارې ډلې پرې نه ږدي چې پاکستان ته زیان ورسوي.

دشنبې یا خالي په ورځ اسلام اباد کې میډیا سره خبرو کې ښاغلي شیخ رشید احمد ویلي وزیراعظم عمران خان امریکا ته سکوټ جواب ورکړی چې دافغانستان دخلکو په ضد به ورته خپله خاوره کې پوځي اډې ورنه کړي اؤ نه به دپاکستان زمکه دافغانستان په ضد څوک وکاروي.

خو شیخ رشید وویل “مونږ دطالبانو نه هم دا هېله لرو چې هغوئ به ټي ټي پي(پاکستاني طالبان اؤ نور عناصر داسې څه ګام ته پرې نه ږدي چې دپاکستان خلکو ته ورسره زیان رسیدای شي”

دشیخ رشید تر دې څرګندونو څو ورځې وړاندې دخیبر پښتونخوا صوبې یو وزیر هشام انعام الله داسمبلۍ غونډه کې په جار ویلي وؤ چې ښه طالبان افغانستان کې زمونږ ددفاع جګړه کوي.

نوموړي ویلي وؤ “يو باید د پاکستان د پوځ څخه مننه وکړل شي او دعا ورته پکار ده او بيا دې طالبانو ته پکار ده، چې ستا جنګ دوی کوي لګيا دي، پاتې شو بېډ (بد) نو بد خو هر چا له بد دي"

تر دې دوه ورځې وړوسته پاکستان کې په ټویټر تر ټولو لوړ ټرینډ پرمخ لاړو چې “طالبان زمونږ ساتونکي دي”

په دې ټرینډ کې تر15000 زیات ټویټونه شوي وؤ اؤ زیاتره خلکو پکې افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو هېلې کړې وې.

افغان چارواکي پرله پسې وایي چې پاکستان طالبان پخپل موټي کې نیولي اؤ افغانستان کې ېې دخپلو ګټو دپاره د ګوډاګیو په توګه کاروي .

پاکستان په حکومتي کچه د طالبانو سره د ملاتړ تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې دهیڅ یوې ځانګړې ډلې طرفداري نه کوي بلګې یوازې سوله غواړي.

خو په دې وروستیو کې چې امریکې افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو اعلان کړی نو دبیلابیلو لارو څخه پاکستان نه دطالبانو په ملاتړ دغږونو پورته کیدو بهیر زیات چټک شوی دی.

تیره اوونۍ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پخپله یوه مرکه کې طالبانو څخه په دفاع کولو ویلي وؤ “دا مبالغه ده چې ګنې افغانستان کې دتشدد زیاتیدو ذمه وار طالبان دي”

حالانکې دوه ورځې وړاندې وزیراعظم عمران خان پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې دکله نه امریکا افغانستان څخه د وتلو اعلان کړی نو په طالبانو دپاکستان کنټرول ختم شوی دی.

دافغان چارو څېړونکي اؤ وتلي خبریال رحیم الله یوسفزي تیره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ‌ پاکستان غواړي چې افغانستان کې بيا انتخابات وشي او طالبان د جمهوري نظام دلارې دافغان حکومت برخه جوړه شي.

خو رحيم الله يوسفزی دا هم ویلي وؤ چې د اشرف غني حکومت به دې ته سخت غبرګون ښايي او دا به خپلو کورنيو چارو کې مداخله ګڼي.

اسلام اباد کې میشت یو بل وتلی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي پاکستان دا دعوې کوي چې طالبان امریکا اؤ‌افغان دولت سره دوئ خبرو ته کېښنولي دي اؤ دبین الافغاني خبرو په میکانزم جوړولو کې هم دپاکستان لاس دی نو په داسې حال کې بیا دافغانانو دا غوښتنه پځائ ده چې که پاکستان په طالبانو هره خبره منلی شي بیا پرې افغانستان کې دجګړو ختمولو خبره ولې نه مني؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG