لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیل شول،طالبان وایي خلک باید ناهیلي نه شي


د شنبې په ورځ په دوحه کې دافغان دولتي استازو اؤ طالبانو ترمنځ دسولې بین الافغاني خبرې پیل شوي اؤ دطالبانو دمذاکراتي عمل مشر ملاعبدالغني برادر وایي هرڅو که تراوسه پرمختګونه نه دي لیدل شوي خو بیا هم دسولې ددې بین الافغاني خبرو څخه باید خلک ناهیلي نه شي.

څېړونکي وایي سولې دې بین الافغاني خبرو کې طالبانو دخپلو پاتې بندیانو دخوشې کولو اؤ دخپلو مشرانو نومونه دبندیزونو دنوملړ نه د ویستلو غوښتنې کولی .

دافغانستان دملي مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون ویلي دطالبانو اؤ افغان دولت دپلاوي ترمنځ به پیل شوؤ مذاکراتو کې په یو شمیر اساسي موضوعاتو خبرې اترې کیږي.

په دې مذاکراتو کې دافغان دولت دپلاوي مشري دملي پخلاینې دشورا مشر عبدالله عبدالله اؤ دطالبانو دپلاوي مشري ملاعبدالغني برادر کوي.

دمذاکراتو په پیل کې دطالبانو مشر ملاعبدالغني برادر پخپلو خبرو کې ویلي بین الافغاني مذاکرات له نېږدې لسو میاشتې راهیسې دلته جریان لري، متاسفانه چې ځینې ستونزې شته، هغه ډول چې توقع کېدله پرمختګونه نشته، خو بیا هم نا هیلي او نا امیدي نه ده په کار

هغه ویلي طالبان (دملابرادر په ټکو دافغانستان إسلامي امارت )تر خپله وسه هڅه کړې، چې مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسي، له همدې امله یې یو پیاوړی مذاکراتي ټیم ټاکلی دی.

هغه ویلي افغانستان کې یو مرکزي او خپلواک اسلامي نظام ضروري دی، په دې اړه باید له خودخواهیو، شخصي منافعو او اغراضو څخه تیر شو،

د ملاغني په وینا افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، اؤ څنګه چې پکې هر افغان د اوسیدو حق لري همدا ډول یې په اړه د خدمت او مسئولیت حق هم لري،

هغه وویل موږ چې لوړ اهداف تر لاسه کوو باید له جزیاتو تیر سو. پراخه سینه، تحمل او برداشت ولرو. بې باوري او بې اعتمادي باید ختمه کړو، د ولس د وحدت او یووالي لپاره کار وکړو

هغه ویلي د ټولو هغو هڅو په وړاندې په کلکه ودرېږو چې زموږ ارضي تمامیت او ملي وحدت ګواښي، قومي، سمتي، ژبنيو او نورو تعصباتو ته به په هېڅ صورت په خپل ولس او هېواد کې ځای ور نه کړو

دا بین الافغاني خبرې په داسې حال کې پیل شوي چې افغانستان څخه دبهرنیو سرتیرو د وتلو د لړۍ پیل کیدو سره سم دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې په پراخه کچه نښتې پیل شوي اؤ طالبان دعوه کوي چې په شلګونو ولسوالۍ یې دخپل واک لاندې راوستې دي.

دافغانستان دملي پخلاینې دشورا دمشر ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ دافغان سیاسي مشرانو یو ګډ پلاوی تیره ورځ طالبانو سره دخبرو په موخه دوحې ته رسیدلی ؤ اؤ ددغه پلاوي مشر عبدالله عبدالله د جمعې په ماسخوتن دافغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد سره هم لیده کاته اؤ په افغان سوله خبرې کړې دي.

دپیل شوؤ خبرو نور جذئیات تر دې مهاله مخې ته نه دي راغلي خو دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي چې ددې خبرو اترو مقصد دبین الافغاني مذاکراتو کې مخې ته دپرتو خنډانو له مینځه وړل اؤ افغانستان دپاره په یو مستقل نظام اؤ اوربند غور کول دي.

په ټویټر ښاغلي طاهر خان لیکلي د دوحې په پیل شوؤ خبرو کې طالبان دخپلو پاتې بندیانو دخوشې کولو دغوښتنې ترڅنګ دا غوښتنه هم کولی شي چې دهغوئ دمشرانو نومونه باید دبندیزونو دنوملړ څخه وویستل شي.

تر دې دوه ورځې وړاندې طالبانو سره قطر کې په خبرو اترو دبوخت افغان پلاوي یو مشر رسنیو سره خبرو کې ویلي وؤ چې طالبان د درې میاشتني اوربند دپاره دخپلو اوو زره بندیانو دخوشې کیدو غوښتنه لري.

خو طالبانو لا رسمي ډول ددې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.

افغان دولت وایي تیرکال دوحه کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دشوي تړون له مخې افغان دولت دطالبانو شپږ زره جنګیالي په دې شرط له بنده خوشې کړي چې دوئ به بیا دجګړې لیکو ته نه ورګډیږي خو وایي خوشې شوي طالبان یو ځل بیا دطالبانو لیکو شره ملګري شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني تیره ورځ داسیا دپیوستون کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي وؤ په نزدې وختونو کې دپاکستان اؤ نورو هیوادونو څخه لس زره وسله وال دطالبانو دملاتړ دپاره افغانستان ته اوښتي دي خو پاکستان بیا دطالبانو دملاتړ تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې یوازې دسولې دپاره خپل کردار لوبو

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG