لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: طالبانو سره د چین د اړیکو مقصد د ختیځ ترکستان ډلې مخنیوی دی


پېښور ــ څېړنکاران ګڼي چې د چین له خوا د افغان طالبانو سره د اړیکو جوړولو تر شا د چین دوه لوی مقصدونه ښکاري چې وایي یو خو په را روان وخت کې د افغانستان د لارې خپل تجارت ته وده ورکړي او دویم د چین د سینکیانګ صوبې د یوغور مسلمانانو اوچت شوی ختيځ ترکستان اسلامي تحریک دی چې چین غواړي ددغه تحريک لار ونیسي.

خو د چین او افغان طالبانو تر منځ دغه ډول اړیکې به په دغه لړ کې څومره ګټورې پاتې شي په دې اړه د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو پخوانی مشر پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وایي:

"په ماضي کې د افغان طالبانو حتی چې ددې وړاندې افغان مجاهدینو لکه ګلبدین حکمتیار هم اسلامي تحریک ترکسان، یوغور، القاعده او نورو سره اړیکې وې، اوس دا وخت دوی ډیپلومېسي کوي دنیا ته تاثر ورکوي چې مونږ چاته خطر نه یو مونږ د نورو قامونو په کورنیو خبرو کې ګوتې نه وهو، خو زما نه دی خیال چې دوی داسې کولی شي".

د چین له خوا د طالبانو له پلاوی سره د لیدلو پس اعلامیه کې ویل شوي دوی طمع لري طالبان به د افغان جګړې ختمولو او بیا رغونې کې مهم رول ولوبوي.

پروفېسر سرفراز وایي، د افغان سولې او امن په لړ کې چې هر ډول هڅې کولو ته اړتیا ده خو هېوادونه د خپلو سټرېټیجیکي ګټو هدفونه لري او ښکاره ده چې چین د تجارت له لارې پرانستل خپل لومړی هدف ګڼي نو غواړي به چې دغلته ارامي وي او د دوی طالبانو سره اړیکې هم ښې وي:

"زما خیال دی چې چین په ماضې کې هم طالبانو سره خبرې کولې او دوی خپلې خبرې دنیا ته نه څرګندوي ځکه چې د هغو خپل هدف وي او ورته رسېدل غواړي ماته داسې ښکاري چین له دې مخې دغه اړیکې کول غواړي چې چرته امریکه یا نور هېوادونه طالبان په یوغور کې د چین خلاف استعمال نه کړي بل که د سيپېک لار بنده شي نو د افغانستان د لارې د چین سامانونه لېږل کيدلی شي".

څېړنکارانو وایي د چین سیکیانګ صوبه کې چې د مسلمانانو اوچت کړی شوی تحریک چین د خپل هېواد لپاره لوی چېلنج ګڼي او هم دا به د چین په ګټه وي چې د چین نه بهر وسلوال اسلامي تحریکونو او د ختيځ ترکستان اسلامي تحریک تر منځ څه قسمه اړیکې او ملاتړ پاتې نه شي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG