لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې زده کړې ترلاسه کوونکي پاکستاني، د پولې د بندېز له امله ترې امتحانونه پاتې کیږي


د خېبر پښتونخوا او په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو یو شمېر زده کوونکي چې په افغانستان کې تعلیمي زده کړې ترلاسه کوي وايي،‌ د افغانستان سره د پولې تړل کېدو يې زده کړې اغېزمني کړي دي او دوی اندېښنه لري چې که په پوله پورې غاړې افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکړل کیږي نو د کلونو خواري به يې ضایع شي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی اسد داوړ وویل دوی د کابل پوهنتون کې د طب یا ډاکټرۍ په اخرني پړاو کې زدکړې تر لاسه کوي او د اختر رخصتې ته وطن ته بیرته واپس راغلي خو دوی ته دلته د افغان سره پوله بنده شوې او ايسار شوي دي او هلته په پوهنتون کې يې کلنيز امتحانونه پېل شوي دي.

هغه وويل یو کال د کرونا وبا له امله د ځنډ سره مخ شوې او بل کال یې د پولې د بندیز له امله ضایع کیږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې داوړ وويل د شمالي وزیرستان نزدې 40 زده کوونکی د افغانستان په بیلا بیلو تعلیمي ادارو کې زدکړې تر لاسه کوي او لوی اختر ته خپلو کورونو ته راغلي وو اوس د پولې د بندیز له امله ايسار شوي او زده کړې او امتحانونه ترې پاتې کيږي.

هغه زیاته کړه د کرونا ویکسین يې هم لګولي او د ويکسينو سند يا سرټيفيکېټ يې هم ترلاسه کړی او د سیمې انتظامي مشر ته يې د غلام خان په پوله د پریښولو خواست کړی خو دوی ته اجازه نه ورکړل کيږي.

وي او ای ډیواه په دې اړوند د شمالي وزیرستان د انتظامیې سره د رابطې هڅه کړې خو د انتظامي دفتر نه د ترلاسه شوو مالوماتوتر مخه دا د هیواد داخله چارو سره اړه لري او په دې اړوند یې د صوبې او د ملک نورو اعلا حکومتي چارواکو ته سفارښتنه شوې.چې د هغه ځای نه څه لارښونه وشي په هغې به عمل کیږي.

د سوات سیمې حضرت میا چې د افغانستان ننګرهار پوهتنون زده کونکی او په افغانستان کې د پښتوخواه د زده کونکو عمومي مرستيال هم دی، هغه وویل په افغانستان کې د خیبر پښتونخواه په سلګونو شمیره زدکوونکي تعلیمي زدکړې تر لاسه کوي او د پولې تړل کیدو له امله نشی کولی هلته لاړ شي سفر وکړي، زده کړې يې اغېزمنيږي.

هغه وویل په دې څو ورځو کې په پوهنتنونو کې امتحانونه پېلیږي او که افغانستان په پوله د تګ اجازه نه ورکړل کیږي نو د کلونو خواري به يې ضایع شي.

وي او اې ډیواه ته په لیږل شوي ویډیو کې هغه د دواړه حکومتنو نه غوښتنه کړې چې دوی ته دې په تورخم پوله د تلو اجازه ورکړی شي چې د درسونو او امتحانونو نه پاتې نه شي.

هغه وویل تیره اونۍ افغان زده کونکو ته د تورخم په پوله پاکستان ته د راتګ اجازه ورکړی شوې وه اوس د دوی اييني او انساني حق دی چې دوی ته هم اجازه ورکړی شي.

د پاکستان حکومت په شپږمه جولایۍ د کرونا وبا له امله د افغانستان سره د تورخم پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې او د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي وو پوله به د هغه وخته پورې د تګ راتګ دپاره بند وي چې کله د اېن سي او سي لخوا نوې لارښوونه نه وي ترلاسه شوي.

خو بیا په اتمه جولایۍ د کورنیو چارو وزیر ویلي وو د څلورو نه تر پینځه زرو پورې پاکستانيان چې د افغانستان د لارې سعودي عرب او منځني ختيځ ته تلل هغوی اوس په تورخم ايسار دي د هغو دپاره طريقه جوړولی شي چې راوستل شي. خو تر اوسه دې زدکونکو په اړه څه نه دي ویلي.

تيره د جون په مياشت کې افغان زده کوونکو ويلي وو دوی چې په روژه کې يا د هغې نه وړاندې افغانستان ته خپلو کورونو ته تللي هلته ايسار شوي او زده کړې او امتحانونه ترې پاتې کيږي.

هغه وخت وي او اې ډیوه د افغان او پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې او چارواکو جواب کړی وو چې په دغه مسله کار کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG