لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: "هغو (طالبانو) په افغانستان کې د غلامۍ زنځيرونه مات کړه"


د پاکستان وزيراعظم عمران خان د (طالبانو) د نوم اخستو پرته وویل، "هغو په افغانستان کې د غلامۍ زنځيرونه مات کړه".

د پاکستان د وزیراعظم نن د ګل/دوشنبې په ورځ (16 اګست) په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وېنا کې دغه خبره کړې ده، دا په داسې حال کې چې طالبان پرون د افغانستان په پلازمينه کابل ورختلي او تر صدارتي ماڼۍ ارګ پورې رسېدلي دي.

او افغان ولسمشر اشرف غني سره د خپلې ډلې د افغانستان نه وتلی دی.

د عمران خان د غلامۍ څخه وتلو د خبرې ویډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې پکې نوموړی وايي د ذهني غلامۍ زنځيرونه ماتول ډېر ګران وي او په افغانستان کې هغو د غلامۍ زنځيرونه مات کړه.

د طالبانو کابل پورې راتګ وروسته پاکستان پرون ویلي وو نن د افغانستان د حالاتو د جاج اخستو دپاره د ملي امنيت غونډه کوي.

په عېن حال کې پرون د اتوار په ورځ ناوخته د افغانستان د ولسي جرګې اسپيکر رحمان رحماني، يونس قانوني، استاد محمد کريم خليلي، استاد محقق، احمد ولي مسعود، خالد نور، صلاح الدين رباني اسلام اباد ته رسېدلي او نن يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره ليدلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، شاه محمود قرېشي د افغانستان د سياسي مشرانو سره ليدلي او د افغانستان په روانو تازه حالاتو يې ورسره خبرې کړي دي.

وزارت په ټویټر ویلي، شاه محمود قرېشي د افغان سياسي مشرانو سره په ليدنه کې هیله څرګنده کړې چې افغان مشران به د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د افغانانو د خواهشاتو ترمخه د افغانستان د امن او ثبات دپاره په ګډه کار وکړي او ګټې به ترې ترلاسه کړي.

قرېشي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنې ته په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره کار دوامداره ساتل اړين دي او دا د ټولو زمه واري وه.

هغه د پاکستان هغه دريځ بيا تکرار کړې او تاييد يې کړی چې پاکستان به د افغانستان د خوشالۍ، يو والي او سولې دپاره خپل رغنده رول دوامداره ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG