لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان دنوي حکومت په وړاندې به ستر چیلنجونه څه وي؟


په داسې حال کې چې دطالبانو لخوا دپلازمینې کابل نیولو نه وروسته افغانستان کې نوي حکومت په جوړښت بحثونه تاوده دي،څېړونکي وایي دټولو خلکو اؤ نړۍ دپاره دمنلو د وړ حکومت جوړښت به یو ستر چیلنج اؤ د ازمیښت ډک پړاؤ وي.

پخوانی سفارتکار ایاز وزیر وایي هرڅو که طالبان پرته د جګړې دکابل په نیولو توانېدلي خو د دوئ دپاره اصل ازموینه همدا اوس پیل شوې ده.

طالبانو لا دخپل راتونکي حکومت په هکله په غوڅه توګه څه نه دي ویلي خو بیلابیلو مشرانو یې ویلي چې دوئ به یو داسې حکومت ولس ته ورکوي چې دهغوئ ټول حقوق پکې خوندي وي اؤ هیچا سره به پکې ظلم نه کیږي.

تیره ورځ دطالبانو دقطر ددفتر د ویاند ډاکټر نعیم څخه برتانوي خبري شبکې بي بي سي پخپله یوه خپرونه کې دنوي حکومت دڅرنګوالي په اړه پوښتنه کړې وه خو هغه ددغه پوښتنې په ځوابولو کې خپل قاطع نظر ورنکړو اؤ یوازې همدومره یې وویل چې "دا وروسته خبرې دي"

هغه حتی دا پوښتنه هم نه ده جواب کړې چې په راتلونکي حکومت کې به یې ښځو ته نمائندګي ترلاسه وي که نه؟

طالبانو خپل تیر حکومت کې سختې اسلامي سزاګانې رائج کړې وې ، ښځې یې عام محضر کې په کوړو یا دورو وهلې، له غلو یې لاسونه غوڅول،دښځو بازارونو کې په لوڅ مخ ګرځېدو،دفترونو کې په کار کولو دجینکو په تعلیم اؤ دموسیقۍ په اوریدلو یې بندیزونه لګولی وؤ.

ښاغلی ایاز وزیر وايي کتنه به دا وي چې دوئ (طالبان )اوس په هیواد کې د افغان وګړو سره څه ډول چلند کوي ، ایا هم هغه رقم سخت دریځه به پاتې شي لکه چې پخپل تیر حکومت کې وؤ که نه اوس به خپل چلند یا روئیو ته تغیر ورکړي؟

ایاز وزیر زیاته کړه لا تر اوسه نه ده واضحه چې طالبان به خپل راتلونکي حکومت کې میرمنو ته برخه ورکړي که نه؟ اؤ یا دا چې دښځو دنورو معاملاتو په اړه به دهغوئ دریځ څه پاتې شي؟ دا به د افغانستان د راتلونکي حکومت په وړاندې ستر چیلنجونه وي.

خو دطالبانو دقطر ددفتر یو بل ویاند سهیل شاهین بیا په دې وروستیو کې پخپلو بیلابیلو مرکو کې ویلي چې تیر ځل کله طالبانو دکابل حکومت ونیولو نو هغه مهال یې دحکومت کولو تجربه نه وه اؤ اوس یوه پراخه تجربه لري نو ځکه د دوئ حکومت کې به دهرچا حقونه خوندي وي.

د نړیوالو اړيکو څیړنکار پروفېسر منظور اپريدي وايي ،تر اوسه خو دطالبانو له خبرو داسې بریښې چې دهغوئ دریځ کې یو څه نرمښت راغلی دی.

خو هغه هم وایي کتل به دا وي چې دوئ (طالبان)دحکومت چارې په څنګه ډول پرمخ بوځي،دخلکو سره یې چلند څنګه دی؟ نورې ډلې به څنګه ځان سره یو ځائ ساتي اؤ ملګري ملتونه اؤ نور نړیوال طاقتونه به څنګه په دې خبره قانع کوي چې افغانستان کې به دبشري حقونو څخه سرغړونه نه کیږي؟

هغه وایي که چرې طالبان د بشري حقونو په تضمین کې یو ځل بیا پاتې راځي اؤ‌ افغانستان دنړیوالو بندیزونو سره مخ کیږي نو دا به افغانستان ډير په وروستو بوځي چې داسې باید ونه شي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG