لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک:وسله والو سره نښته کې دپوځ یو افسر وژل شوی،دوه عسکر ژوبل


چارواکي وايي پوځ دخیبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې د وسله والو د موجودیت په اطلاع عمليات کړي چې پکې دپاکستان دپوځ یو افسر او یو وسله وال وژل شوی او دوه نور عسکر ټپی شوي دي.

چارواکي وایي وسله والو سره د ټانک ضلعې په ډبره سیمه کې دانښته هغه مهال شوې چې پوځ په سیمه کې د پټو ترهګرو په ضد عملیات کول.

ډبره د ټانک ښار نه نزدې 15 کلومیتره سویل لویدیز او جنوبي وزیرستان سره جوخته سیمه ده .

وي او اي ډیواه ته امنیتي سرچینو شریکو کړو معلوماتو کې ویلي، امنیتي ادارو ته خبر تر لاسه شوی ؤ چې په سیمه کې ترهګر پټې ځالې لري خو کله چې امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او د ترهګرو نه یې ګیره چاپیره کړه نو هغوئ پرې ډزې پېل کړې.

سرچینې وایي ددې ډزو پایله کې د پاکستان دپوځ کپتان سکندر په ځایې مړ او دوه عسکر لانس نایک انور او سلمان ټپي شوي.

سرچینو ويلي چې د سرتېرو په ځوابي ډزو کې د پاکستاني طالبانو خوژه دین عرف شیر الله نومي یو مهم وسله وال وژل شوی.

ويل شوي پوځ په عملياتو کې په غټه کچه وسله هم ترلاسه کړې ده.

سرچینو ویلي دغه سیمه کې په بشپړه ډول د لټون عملیات روان دی. د پاکستان پوځ او طالبانو ددې پیښه په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دپاکستان پوځ ویلي جنوبي وزیرستان کې یې داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې پکې لس ترهګر وژل شوي اؤ د دوئ نه پاتې شوې وسلې هم پوځ ته په لاس ورغلي دي.

دچهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې ویلي په وژل شوؤ ترهګرو کې دهغوئ څلور کمانډران هم شامل دي خو پوځ پخپل بیان کې ددغو وژل شوؤ کسانو نوره هیڅ پیژندګلو نه ده ښودلې .

دپوځ په وینا وژل شوي ترهګر د زمکنیو ماینونو په ښخولو اؤ د بېګناه وګړو په نخښه کولو کې ککړ وؤ اؤ اوس یې هم جوبي وزیرستان کې دترهګرۍ پلان جوړولو .

په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو د وژلو دعوې په داسې حال کې شوې چې د ستمبر 15م په جنوبي وزيرستان کې په يو وسله وال بريد کې د پاکستان پوځ اووه سرتيري وژل شوي او څلور نور ټپي شوي وو.

د دغه بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

په دې وروستیو کې چې دافغانستان دننه دطالبانو حکومت رامخې ته شوی څېړونکي وایي پاکستان کې هم ورسره تندروه ډلې یوځل بیا فعالې شوي اؤ په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې ده.

دپاکستان پوځ چې تر دې دمخه بیلابیلو وختونو کې دقبایلي ضلعو دننه عملیاتو کې د ترهګرو د وژلو څومره دعوې کړي هغې کې زیاتره دسیمې خلکو اؤ ازادو سرچینو دروغ بللي اؤ وایي پوځ باندې چې کله دترهګرو لخوا بریدونه وشي نو بیا دوئ په هغه سیمه کې بېګناه خلک وژني اؤ یا یې هم پورته کوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG