لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: د ثمرباغ او تنايي استوګنو د بنيادي اسانتياو غوښتو دپاره پرلتونه پېل کړي


د جنوبي وزيرستان احتجاج کوونکي
د جنوبي وزيرستان احتجاج کوونکي

په جنوبي وزیرستان کې د ټټي ثمر باغ او تنایي اوسېدونکي د تیرو 15 ورځو نه په احتجاجي پرلتونو ناست دي، وايي په علاقه کې د سړک، هسپتال، ټیليفون او د تعلیم هیڅ اسانتیا نشته.

ثمر باغ د ضلعې مرکز واڼه نه نزدې 18 کلومیټره لرې شمال ختیځ د زرو 10ابادۍ سیمه ده. او دا احتجاج کونکي درې غوښتنې لري، چې د علاقې سړک دط جوړ کړي شي، هسپتال او د زدکړو لپاره سکول او د موبایل او انترنیټ اسانتیا دې ورکړی شي.

دغه احتحاج کونکي د تیرو دو اونیو نه تنايي سیمه کې د ټانک واڼه په لویې سړک په احتجاج ناست دي. او وایی د پاکستان جوړیدو نه را پدیخواه دوی د سړک، هسپتال او سکولونو اسانتیا نه لري او په وروستیو کې څو ځله د دوی سره ژمنې شوي خو بیا نه دي منل شوي.

دوی زیاتوی دا احتجاجی پرلت به تر هغې روان وي چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي.

یو احتجاج کونکی نور عالم وايي په ټټي ثمر باغ سیمه کې ډېرې سبزيانې او میوې کیږي چې د دوی د معاش یواځينۍ سرچینه ده خو د سړک د نشتوالي له امله دغه سبزيانې او میوې مارکیټ ته نه رسي. چې د علاقې خلکو ته سخت زیان رسي.

هغه وویل دا علاقه د هسپتال او د سکولونو اسانتیا هم نه لري ماشومان بې تعلیمه کیږي او ناروغان په وخت د علاقې روغتونونو ته رسایي نه کیږي.

هغه وویل د علاقې زیاتره کسان په بهر هیوادونو کې مسافري کوي خو د موبایل اسانتیا نه لرلو له امله د دوی سره رابطې نه کیږي.

د هغه په خبره په علاقه کې يې غوښتنې نه اورېدل کېدلې ځکه یې احتجاجي پرلت پېل کړو.

بل احتجاجي پرلت د تنایي سیمه کې روان دې او په علاقه کې د سکول غوښتنه کوي تنايي د واڼه نه 20 کلو میټره لرې ختيځ پله د 12زره ابادۍ سیمه ده.

احتجاج کونکي وايی د علاقې جینکۍ او هلکان د اتم ټولګی پورې زدکړو کولو وروسته په علاقه کې د نور تعلیم هیڅ اسانتیا نه لري او دا ماشومان بې تعلیمه کیږی چې بیا څاروي څروي یا نورې مزدورۍ کوي.

یو احتجاج کونکی اعجاز وزیر وايي په علاقه کې د جینکو او هلکانو د اتم ټولګي پورې سکولونه دي خو هغه هم غېر فعاله دي او ماشومان تر اتم ټولګي زدکړو تر لاسه کولو ورسته د نورو اعلا زدکړو لپاره سکولونه نه لري.

هغه وویل دا ماشومان بیا مزدورۍ کوي اویا بیا په نشوعادت شي.

د جنوبي وزیرستان واڼه سیمې د انتظامیې مشر مرستیال کمشنر بشیر خان وایي د دوی غوښتنې جایزې دي او د هر قسمه بنیادي اسانتیاو نه وروسته پاتې دي هغه وویل د دې لپاره د صوبې حکومت ته يې سپارښتنه کړې او د صوبې حکومت هم منلې ده.خو چې فنډونه راشي کار به پرې شروع کړي.

د دې علاقې نه منتخب شوی د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د تیرو 11 میاشتو راهسې د کراچۍ په زندان کې بندیوان دی.

دا احتجاج کوونکي د علاقې نه منتخب شوی د پاکستان تحریک انصاف د صوبې د پارلیمان غړي نصیرالله وزیر نه هم شکایتونه کوي چې د دوی په ستونزو په پارلیمان کې غلی پاتې دی. خو نصیرالله وزیر وایي دې احتجاج کوونکو ته تسلي ورکوم چې دا سړک منظور شوی او زر به پرې کار پېل شي.

تیره ورځ د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر د خبري غونډې پرمهال یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو د دوی په دې اړوند مالومات نه لري خو د صوبې د حکومت سره تماس نیسي چې د دغه احتجاح کوونکو ستونزې هوارې کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG