لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:دپاکستان دننه دتشدد کچه لوړه شوې،درېوؤ میاشتو کې 237 کسان وژل شوي


پاکستان کې غیر دولتي ادارې سنټر فار ريسرچ اینډ سيکورټي سټډيز پخپل تازه رپوټ کې ویلي چې د سږني کال په دريوؤ مياشتو جولایي او ستمبر کې د هېواد دننه يو ځل بيا د تشدد کچه لوړه شوې ده او په دې موده کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې 237 کسان وژل شوي دي.

رپورټ وايي کال 2016م کې د تشدد په پېښو کې د کمى وروسته د سږني کال په لومړیو نهو مياشتو کې د تشدد په پېښو کې 17 اضافه ليدل شوې ده.

رپورټ وایي دسږني کال په وروستیو درېوؤ میاشتو کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې 237 کسان وژل شوي دي چې دا شمیره دتیرکال هم په دې موده کې 203 پاتې شوې وه.

رپورټ وایي یو ځل بیا په خیبر پښتونخوا صوبه کې دتشدد له امله تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رپورټ له مخې دتشدد په دې پېښو کې د اغېزمنو شوؤ زیاترو کسانو تعلق دپخوانیو قبایلي سیمو سره دی اؤ دا په ظاهره په افغانستان کې دطالبانو د واک ته رسیدو اغېزې کیدای شي.

دسي ار ایس ایس په دې رپورټ کې ویل شوي چې دخیبر پښتونخوا نه وروسته دافغانستان سره پوله لرونکي دبلوچستان صوبه دتشدد له امله تر ټولو زیاته اغېزمنه شوې ده.

د رپورټ له مخې بلوچستان کې د روان کال په وروستیو دریوؤ میاشتو کې په بلوچستان کې دتشدد پېښو کې 66 کسان وژل شوي دي.

رپورټ زیاتوي کال 2016م کې دتشدد په پېښو کې له کمي وروسته د روان کال په وړومبیو نهو میاشتو کې دتشدد په پېښو کې 17 فیصدي اضافه شوې ده اؤ د50فیصدي نه زیاتې دتشدد پېښې یوازې په دې سیمه کې رپورټ شوې دي.

د رپورټ له مخې دتشدد په کچه کې دتیر اګست په میاشت کې اضافه لیدل شوې ده اؤ په اتفاقي توګه د۱ګست پینځلسمه هغه نیټه ده کله چې طالبانو په افغانستان کې خپله بریا اعلان کړه اؤ دهغې وروسته لاقانونه تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړو.

رپورټ وایي سویلي اؤ جنوبي وزیرستان دتشدد له امله تر ټولو زیاتې اغېزمنې سیمې ګرځېدلې دي.

دسي ار ایس ایس دا رپورټ وایي چې دخفیه اطلاعاتو په اساس عملیاتو کې وسله والو ته تر ټولو زیات زیان اوښتی دی اؤ په هیواد کې هدفي ګزارونه د وژنو دوهم ستر علت ښکاره شوی دی.

رپورټ وایي چې په وړومبي ځل کال 2021م کې درې ځانمرګي بریدونه هم شوي چې په دوؤ کې بلوچستان اؤ خیبر پښتونخوا کې چینایي وګړي اؤ په یوه کې امنیتي سرتیري‌به نخښه کړل شوي دي.

په پخوانۍ قبایلي سیمو کې دامنیت په چارو دکارکوونکي غیر دولتي سازمان فاټا ریسرچ سنټر ایګزیکټیو ډایریکټر منصور خان وي او ای ډیوه ته ویلي دکله نه چې طالبانو افغانستان نیولی له هغې وروسته دلاقانونه تحریک طالبان پاکستان مورال هم لوړ شوی دی.

هغه وایي زیاتره بلوڅ اؤ دټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې پټ دي اؤ ترڅو چې افغانستان کې یو باثباته حکومت اؤ نظام نه وي نو تر هغې به پاکستان داسې رقم ستونزو سره مخ وي.

د رپورټ له مخې دپاکستاني طالبانو دتحریک وسله وال یو وارې بیا په پاکستان کې فعال شوي دي اؤ دې تنظیم سږکال پاکستان کې دپینځوؤ ترهګرو بریدونو پړه پغاړه اخستې ده.

په دې بریدونو کې دنهو چینایي وګړو اؤ پینځلسو امنیتي سرتیرو په ګډون 24 کسان وژل شوي وؤ.

په پېښور پوهنتون کې دانسټي ټیوټ اف پیس اېنډ کنفلیکټ څانګې استاد پروفیسر جمیل چترالي وي او ای ډیوه ته ویلي دي دکله نه چې طالبانو په افغانستان قبضه کړې ده نو دپاکستاني طالبانو دتحریک وسله والو دپاره هم دپټېدو ځالې سیوا شوي دي.

هغه وایي د قبایلي سیمو په صوبه کې له ورګډیدو وورسته په دغو سیمو کې د قانون ځواکمني وخت اخلي اؤ دخلکو چې کومې هېلې وې هغه ،هغه شان نه پوره کیږي.

د سي ار ایس ایس په رپورټ کې ویل شوي چې بلوڅ بیلتون خوښې ډله بلوچ لبریشن ارمي هم د روان کال په وړومبیو نهو میاشتو کې خپل فعالیتونه زیات کړي اؤ تر اوسه یې اته بریدونه کړي چې پکې زیاتره امنیتي عسکر په نخښه کړل شوي دي.

رپورټ زیاتوي چې بلوچستان صوبه کې دنامعلومه وسله والو په ضد دخفیه اطلاعاتو په بنیاد عملیاتو کې لس امنیتي سرتیري وژل شوي دي اؤ دا دامنتیتي ادارو په چمتووالي پوښتنې راولاړوي.

رپورټ دا هم وایي چې بلوچستان کې شپږ امنیتي سرتیري دپولې پورې غاړې څخه په نخښه کړل شوي اؤ وژل شوي دي.

همدا شان دې رپورټ کې په پنجاب اؤ سندهـ صوبو کې دفرقه ییزو پېښو د سیوا کیدو خبره هم شوې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG