لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان اؤ ډي ایي خان کې په پوځ اؤ پولیسو بریدونه،یو عسکر وژل شوی،یو ژوبل


د خېبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د پولیس یو سرتیری په ډزو وژل شوی او په شمالي وزیرستان کې یوه بل وسله وال برید کې د پاکستان پوځ یو عسکر ټپي شوی دی.

د ډیره اسماعیل خان پولیس دا پیښه تاييدوي او وايي د پولیس سرتیري د وژنې پېښه د صدر تاڼې په حدودو کې شوې ده.

د پولیسو ویاند امتیاز وايي د پولیس سرتیري د وژنې دا پېښه تیر ماښام هغه مهال شوې چې فضل رحمان نومي پولیس سرتیری په موتر سایکل ډیوټۍ ته روان ؤ.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل پولیس سپاهي د یو پولیس ډی اېس پي سیف رحمان سره دهغه دکور په امنیت مامور ؤ او د هغه کور ته په موټر سایکل روان ؤ چې د ډیره اسماعیل خان په سړک شیخ یوسف اډه سیمه کې نامالومو کسانو په ډزو سره وژلی دی.

ویاند وویل د نوموړي د وژنې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د نامالومه کسانو پرضد درج کړی شوې او پوليسو يې پلټنې پېل کړي دي.

دا برید ترهغې وروسته شوی چې تیره ورځ د ډیره اسماعیل خان پولیسو د کلاچي په ټکواړه سیمه کې د پاکستاني طالبانو د ګنډپور ډلې دیو مهم کمانډر طاهرزمان د وژلو دعوی کړې ده.

امنیتي سرچینې وايي بله پیښه د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه په همزوني سیمه کې مخې ته راغلې ده.

دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي نامعلومه وسله والو د امنیتي سرتیرو په دریوؤ پوستو ډزې کړې چې پکې یو پاکستاني عسکر ټپي شوی خو وايي برید ته امنیتي ځواکونو چټک ځواب ویلې او په شا یې تمبولی دی.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل ددې برید وروسته په زیاته شمیره امنیتي سرتیري دپیښې ځائ ته رسیدلې او ټوله سیمه یې په ګیره کې اخستې ده.

هغه وویل وسله والو ته د اوښتي زیان یا د ګرفتارۍ معلومات یې نه دي تر لاسه کړي.

تر اوسه ددې بریدونو ذمه واري کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې په امنیتي ځواکونو او پولیسو کوم بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

تیره ورځ هم په شمالي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې د پولیس یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي وؤ.

دې نه وړاندې په ټانک ضلع کې په 11م او 12 م دسمبر د پولیو د ټیمونو په څارنه مامور دوه د پولیس او یو دایف سي ځواک عسکر وژل شوي ؤ.

ددغه بریدونو ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې وه .

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې روانه میاشت دپاکستاني طالبانو تحریک حکومت سره د ډزبندۍ ختمولو اعلان کړی اؤ تر هغې وروسته یې په امنیتي ځواکونو دشوؤ یو شمیر بریدونو پړه پغاړه اخستې ده.

تر دې وړاندې حکومت اؤ‌ ټي ټي‌ پي منلې وه چې دیوې میاشتې اوربند یې کړی خو څېړونکي وایي پاکستاني طالبانو سره چې کله هم اوربند شوی نو هغوئ دغه فرصت څخه په استفاده ځانونه نور پیاوړي کړي اؤ بیا یې په بشپړ شدت سره خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري دچارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي وؤ د تحريک طالبان پاکستان په اړه د رياست دریځ واضحه دی او هغه دا چې څوک د پاکستان آیين او قانون منونکي نه جوړیږي نو په ضد به یې ریاست د پخوا په شان جګړه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG