لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دسعودي اؤ پاکستان ترجیحات اوس له یو بله څه جلا والی لري؟


پاکستان ویلي چې پاکستان او سعودي عرب دجنګ ځپلي افغانستان دننه د وضعیت ښه کولو او ددغه هېواد ولس ته د ورپېښو بشري ستونزو په مخنیوي کې غوره کردار لوبولی شي.

دا خبره د پاکستان صدر عارف علوي او د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر د اسلام اباد په سفر راغلي د سعودي عرب د شورا د کونسل د پلاوي سره په جلا جلا ليدنو کې کړې ده.

څېړونکي وايي سعودي عرب به غواړي چې د افغانستان دبشري ناورین په راکمولو کې يو څه کردار ولوبوي خو زياتوي چې دافغانستان په اړه اوس د پاکستان او سعودي عرب سياسي او سفارتى ترجيحات بدل دي.

دا مهال د سعودي عرب د شورا د کونسل دچېرمېن ډاکټر عبدالله بن محمد شیخ په مشرۍ د سعودي عرب يو پلاوی د پاکستان په سفر دی.

مطبوعات وايي دغه پلاوي د پاکستان دصدر عارف علوي، دقامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر او دسینیټ دچېرمېن صادق سنجراني سره جدا جدا لېدل کتل کړي او د خپل مينځي دوه اړخیزه چارو ترڅنګ یې دافغانستان په بشري بحران،داسلامي هیوادونو د همکارۍ دتنظيم په پرېکړو خبرې اترې کړي دي.

د سعودي عرب د شورا د کونسل دا پلاوی په داسې حال کې د پاکستان سفر کوي چې له دې مخکې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ دتنظيم دبهرنیو چارو د وزیرانو غونډه ترسره شوې چې مقصد یې د افغانستان په روانو حالاتو او د بشري بحران د مخنیوي لپاره لارې لټول وؤ.

که څه هم سعودي عرب د اتيايم په لسيزه کې په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې جهادي کلتور ته په ودې ورکولو او وهابي فکر خورولو کې يو چټک کردار لوبولی ؤ خو اوس سعودي عرب په کور دننه داسې اصلاحات پېل کړي چې ددغه هېواد مذهبي شناخت په يوه ازاده ټولنه بدل کړي.

پاکستان او سعودي عرب اوس په افغانستان کې څه ترجيحات لري او ایا د بشري مرستو نه علاوه د دوئ ترجيحات بدل دي او که نه؟

په دې اړه د وي او اې ډيوه سره خبرو کې د افغان او نړیوالو چارو پوهان ډاکټر سرفراز خان وايي په تېرو وختونو کې چې سعودي عرب په اسلامي نړۍ او افغانستان کې د خپل وهابي فکر د خورولو او اسلامي بنياد پرستۍ چې کومه تګلاره لرله هغه اوس بدله شوې ده .

خو هغه زياتوي پاکستان لا هم په کور دننه او افغانستان کې د مذهبي تندروۍ ملاتړ او تبلیغات کوي. او په افغانستان کې هم دغه تګلاره د خپلو ګټو لپاره غوره ګڼي.

هغه وايي دسعودي عرب چې په ماضي کې د بنياد پرست سياسي اسلام د خورولو کوم ترجيحات وؤ اوس هغه نه دي. نه په خپل هېواد کې او نه بهر هغه دا خورول غواړي. خو پاکستان اوس هم دا نعره د کور دننه او افغانستان کې کاروي.

د دسمبر په 19مه چې د افغانستان په اړه د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د تنظيم کومه غونډه رابلل شوې وه هغه هم سعودي عرب په خوښه شوې وه او دغه غونډې ته د سعودى عرب د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان خپله وینا کې ویلي وؤ باید چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو او تندروه مذهبي ډلو په مرکز بدل نه شي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي د کال 2030 لپاره چې دسعودي عرب د بادشاه کوم وېژن یا نظر دی هغه د سېکولزم او ازادۍ دی خودپاکستان شناخت بیا ورو ،ورو په مذهبي سخت دریځۍ کې بدلیږي.

هغه وايي پاکستان غواړي چې دافغان طالبانو حکومت دې مضبوط کړی شي او نړۍ دې هم هغوئ په رسميت وپيژني.

دی وايي خو په دغه ځائ کې د پاکستان او سعودي عرب رول او تګلاره د يو بل نه جلا کېږي او بدلېږي، سعودي عرب د طالبانو نه لارې جدا کړي او رياض نه غواړي چې تندروه مذهبي ډلې په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې راشي او پياوړې شي.

سعودي عرب له پخوا راهسې دپاکستان په تګ لارو جوړولو کې مهم رول لري او اسلام اباد سره وخت په وخت اقتصادي مرستې هم کوي او دا اوس یې په مالي کړکېچ کې ښکېل پاکستان ته د 3 ارب ډالرو قرضه هم ورکړې خو ورسره یې ددې قرضې پسر سخت شرطونه هم تړلي دي.

څېړونکي وايي داسې ښکاري چې د افغانستان دا روان ژمنی تېر شي او ددغه هېواد اولس د بشري بحران څخه اوځي نو سعودي عرب به دمالي ترغيباتو د لارې فشار راوړي چې په کور دننه او افغانستان کې خپلې پاليسۍ بدلې کړي او د مذهبي تندروه طالبانو مرستې ملاتړ نه لاس پسر شي.

ځانګړې ویډیوګانې

 په پېښور مېشت د مسیحي مذهب منونکو د کرسمس دستوره ولمانځله
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG