لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو کال ۲۰۲۱م کې د۲۸۲ؤ بريدونو ذمه واري پغاړه اخستې ده


دپاکستاني طالبانو لخوا په کال ۲۰۲۱م کې ټول د۲۸۲ؤ بريدونو ذمه واري پغاړه اخستل شوې ده، په دې اکثره بريدونه د پاکستان حکومتي چارواکو تايد کړي خو ځېني پکي په ازاده توګه نه دي تايد شوي۔

څيړونکي وایي په اففانستان کې دطالبانو په واک کې له راتلو وروسته د تحريک طالبان پاکستان بريدونه سېوا شوي دي او د اوربند ختميدو روسته دې بریدونو کې نور هم زياتوالی راغلی دی۔

د پاکستاني طالبانو لخوا جاري شوي د کال ۲۰۲۱م شمېرو کې ښودل شوې چې تر ټولو زيات ۴۵ بريدونه د دسمبر په مياشت کې شوي دي،

همداشان طالبان دعوه کوي چې په شمالي وزيرستان کې یې ۸۲ اؤ باجوړ قبايلي ضلع کې یې ۶۲ بریدونه کړي دي.

دپاکستان دپوځ پخوانی بريګډيئر سېد نذير وایي دشمالي وزيرستان او باجوړ پولې د افغانستان سره لګيدلې دي، او هم دغه سيمو نه د ټي ټي پي اولنۍ شروع شوې وه او دلته زيات پلويان لري۔

نوموړي وويل دافغانستان د طالبانو په واک کې د راتلو وړاندې دغه ضلعو سره پورې غاړه د افغانستان سيمه کې د وسله والو ضد زياتې کارروایۍ هم نه وې شوې اؤ بله دا چې دغه سیمو کې دپاکستاني طالبانو تګ راتګ اسان دی، او داسیمې دپښتونخوا د لويو او مرکزي ښارونو نه هم لرې دي چې د حکومتي شتون خلا پکې موجود وي۔

"دلته د دوئ اثر هم زيات دی او تعلق یې هم زيات دی او خلک پناه هم ورکوي"

دپاکستاني طالبانو لخوا دجاري شوؤ شمېرو ترمخه په نومبر مياشت کې تر ټولو کمې پېښې شوي چې شمیره یې څلور ده او تر ټولو زياتې ۴۵پېښې د دسمبر په مياشت کې شوې دي.

دنهم نومبر نه نهم دسمبر پورې دپاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ د اور بند اعلان شوی ؤ خو بيا ونه غځول شو،

په دغه يوه مياشت کې دپاکستاني طالبانو لخوا د کومې پېښې ذمه واري پغاړه نه وه اخستل شوې۔

څيړونکی او خبريال ناصر داوړ وایي طالبانو ته د خبرو اترو وړانديز د پاکستان حکومت کړی ؤ او د اوربند د نه غځولو اعلان د طالبانو لخوا شوی ؤ۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ وويل په دغه دروان کې ښکاري چې طالبان بيا منظم شوي او د اور بند وروسته يې په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی۔

دهغه په وینا"د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نورولي په خبرو اترو او جرګو کي ډير ماهر دی،د طالبانو زياتې جلا شوې ډلې يې ځان سره يو ځائ کړي او اوس په زياتو بريدونو سره په مزاکراتو کې خپل برلاسی ښايي"

دپاکستان انسټيټوټ فارکانفلیکټ اينډ سيکورټي سټډيز نومې غير دولتي ادارې ترمخه دکال ٢٠١٧ نه وروسته ٢٠٢١ کې په پاکستان کې دترهګرۍ تر ټولو زيات واقعات رامنځته ته شوي چې پکې د١٨٤ عام وګړو په شمول ١٩٢ امنيتي سرتيرى وژل شوي دي.

د پاکستان حکومتي او امنيتي چارواکو وخت په وخت دعوې کړي چې د سيمي نه یې ترهګري ختمه کړې، په قبايلي ضلعو کې يې امن پرځائ کړس او دافغانستان سره په پوله ازغن تار لګولو سره د ترهګرو تګ راتګ هم کم شوی دی خو ددې دعوؤ باوجود هم په سيمه کې هدفي او ځانمرګي بريدونه رپورټ کېږي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


په خیبرپښتونخوا کې د زرعي نهرونو صفايي شروع شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG