لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له عدت پوره کولو پرته بل واده زنا کې نه راځي،دهایکورټ په فیصله دقانون پوهانو غبرګون


لاهور هايکورټ په يوه پريکړه کې ويلي چې د عدت نه پوره کولو پرته دويمه نکاح د زنا په چوکاټ کې نه راځي۔

قانون پوهان او ديني علما هم وایي په دې کېس کې د عدت پوره کيدو نه مخکې نکاح کول په زنا کې نه راځي او د زنا سزا پرې نه عملي کيږي۔

د انګريزۍ ژبې ډان ورځپاڼې يو خبر کې ليکلي د لاهور عدالت دا فېصله د هغه ښځې او خاوند په اړه کړې چې طلاق يې شوی او خاوند يې بيا عدالت کې دعوه کړي وه چې ښځې يې د عدت د ورځو پوره کيدو نه وړاندې بله نکاح کړې کومه چې د زنا په زمره کې راځي،

خو عدالت ويلي دا چې ددغه میرمنې بل واده غېر فطري دی خو منعې کړی شوی نه دی او د زنا په زمره کې نه راځي۔

د پېښور هايکورټ وکیلې مهوش جليل وويل دې دغه فېصله کتلې ددغه کېس عدالت کې‌ په جمع کولو او اوريدنې نزدې شپږ مياشتې لګيدلي،

نوموړي وويل دا فاسد واده دي او ددې مطلب د قانون او شريعت په رڼا کې وقتي کمی راغلی وي خو دا بيا پوره کېدای شي۔

"داسلام ترمخه ښځه به د عدت وخت پوره کوي خو که مونږ ته پته ولګي چې د خاوند نه بغېر يې ډير وخت تېر شوی نو بله نکاح يي فاسده وي خو پکار ده چې د عدت وخت پوره کړی شي"

عدالت ددې فېصلې اورولو په مهال ويلي چې د يوې ښې نکاح دپاره پکار ده چي کوم قانوني ممانعت پکې نه وي خو د نکاح دوه قسمه دي يو فاسد او بله باطل نکاح وي۔

د اسلامي نظرياتي کونسل د څيړني د اداري يو مشر مفتي غلام ماجد ډيوه ته وويل دوئ ددې کېس په اړه تفصيلي فېصله نه ده کتلې په دې وجه ورته نه په بشپړه توګه سمه فیصله ويلي شي او نه يي مخالفت کوي۔

نوموړي وويل چې کله ورته ليکلې فېصله راشي بيا به پرې خپله رایي ورکولی شي۔

نوموړي وويل د ميډيا نه چې ورته کوم معلومات ترلاسه شوي د هغې په رڼا کي ویلی شې چې دا عمل د زنا زمره کې نه راځي، باقي چې عدالت دې نکاح ته کوم نوم ورکړی ترهغې په دغه اړه نظر نه شي ورکولی۔

ډان ورځپاڼې د جسټس علي ضيا باجوه د خولې ليکلي فاسده نکاح هغه وي چي بل واده کې رکاوټ يې په عارضي توګه وي او باطله نکاح کې دغه رکاوټ په مستقله توګه وي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


په خیبرپښتونخوا کې د زرعي نهرونو صفايي شروع شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG