لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین د اسلام اباد احتجاج ته: د غورځنګ فعالانو سره عدالت کې او بهر توپيري چلند کېږي


اسلام اباد ـــ پاکستان کې د پښتنو د حقوقو د تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ویلي خلک وايي رياست د مور حېثيت لري خو وايي دلته دوې خبرې دي يوه دا چې یا خو د پاکستان رياست د مور حېثيت نه لري او یا دا رياست د پښتنو نه دی.

دا خبره منظور پښتين د جمعې په ورځ اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته په جېلونو کې د ګېر د قومي اسمبلۍ د غړي‌ علي وزیر په ګډون د غورځنګ د يو شمېر فعالانو د خوشي کولو لپاره احتجاجي مظاهرې ته کړې ده.

اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د نېشنل پرېس کلب مخې راټول شوو مظاهره چيانو که يو خوا د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شوو غړو د راخوشي کولو غوښتنې کولې نو ورسره یې "په جبري توګه د پښتنو د لا درکه کولو او ځورولو" غندنه هم کوله.

په دې احتجاجي مظاهره کې ګډون کوونکي په جېلونو کې ګېر د غورځنګ د فعالانو او د لا درکه شوو خلکو عکسونه په لاسونو کې نیولي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د راخوشي کولو په حق کې راجوړه شوې مظاهره کې د منظور پښتين سره سره د بشري حقونو ښځينه فعالانو طاهره عبدالله، فرزانه باري او د پيپلز ګوند د پخواني سنېټر فرحت الله بابر ترڅنګ د اسلام اباد د پوهنتونونو ګڼ‌ شمېر طالبعلمانو هم ګډون کړی وو.

په دې موقع د وي او اې ډيوه سره خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين تور پورې کړ، وایي د غورځنګ د فعالانو سره په عدالت او د عدالت نه بهر توپيري چلند روان دی.

"د غورځنګ غړي د درغو په مقدمو کې ښکيل کېږي او دغه مقدمې چې کله عدالتونه خارج کړي نو بيا پرې نورې مقدمې درج کېږي".

ښاغلی پښتین وايي خلک وايي رياست د مور حیثيت لري، خو د ده په وینا "دلته دوه قيصې دي، يو دا چې رياست د مور حېثيت نه لري او یا دا رياست يعنې پاکستان د پښتنو رياست نه دی. "

ښکاره دې وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر غړي چې په کې حنيف پښتين او على وزیر شامل دي د يو کال راهیسې د غدارۍ په مقدمو کې په جېلونو کې پراته دي او مقدمې لا هم په عدالتونو کې د اورونې لاندې دي.

د قامي اسمبلۍ په غړي علي وزیر باندې يو کال مخکې په کراچۍ کې يو جلسې ته د وینا په تور د غدارۍ مقدمه درج کړی شوې ده. د پاکستان سپريم کورټ میاشت مخکې په ضمانت د هغه د خوشي کولو امر کړی وو خو په يوه بله مقدمه کې یې اورونه د کراچۍ په ستره محکمه کې روانه ده او لا یې ضمانت نه دی شوی.

په دې مظاهره کې ګډون کوونکي د پيپلز ګوند مشر او پخواني سنېټر فرحت الله بابر وي او اې ډيوه ته وویل، د علي وزیر سره بيخي "توپيرى چلند" کېږي:

"د علي وزیر يواځینی قصور دا دی چې هغه وایي باید پوځ خپل دستوري کردار ته محدود شي او په دستوري چوکاټ کې دننه کار وکړي. د هغوى (پوځ) په نظر کې دا د علي وزیر جرم دی"،

فرحت الله بابر وايي علي وزیر چې د تېر يوه کال راهيسې ګرفتار دی، د پیپلز ګوند د یو مشر په توګه دی د دې خلاف احتجاج کوي او غندنه یې کوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان د پاکستان په پوځ باندې د پښتنو د ځورونو، د هغوی د عدالت پرته د وژنو او لا درکه کولو تورونه پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران د هندوستان په لمسه او پیسو د پاکستان خلاف کار کوي او په نړۍ کې یې بدناموي.

وړمه ورځ د بشري حقونو نړیوال سازمان هيومن راېټس واچ هم په خپل کلني رپورټ کې د پاکستان دننه د نيول شویو مخالف سياسي مشرانو سره د حکومت په چلند اندېښنې ښودلې او وايي اکثره حکومت مخالف سياسي مشرانو ته په مقدمو کې پوره انصاف نه ورکول کېږي او ډېرې مقدمې بغير له کوم علته د ځنډ ښکار وي.

ځانګړې ویډیوګانې

 په پېښور مېشت د مسیحي مذهب منونکو د کرسمس دستوره ولمانځله
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG