لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ:دمارټر ګولې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي


پیښور سره نزدې د کوهاټ ضلعې پخوانې نیمه فبایلي سیمه دره ادم خېل کې په یو کور کې يوه زړه مارټرګوله چاؤدلې چې له امله يې د دوؤ ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه او یو بل ماشوم ژوبل شوي دی.

د علاقې پولیس وايي د مارټرګولې د چاؤدنې پېښه د شنبې په ورځ د کوهاټ ضلعې سره پیوست دپخوانۍ نیمې قبایلي سیمې دره ادم خېل تحصيل په غره ييزه علاقه جواکي کې رامنځته شوې ده.

د کوهاټ پولیسو ویاند فضل نعیم وی او ای ډیوه ته وویل کومه کورنۍ چې دې پېښه کې زیانمنه شوې هغه د مانسهرې سره دتړاؤ لرونکو ګوجرو کورنۍ وه چې په یاده علاقه کې یې کیږدي لګولې او څاروي به یې څرول.

هغه وویل چې په غرونو کې پرته پخوانۍ دمارټر ګوله ماشومانو ته په لاس ورغلې خیمې ته یې راواړې او هغه پرې چاؤدلې ده.

دپولیسو ویاند په پېښه کې دڅلورو کسانو د مرګ او یو بل تن دژوبلیدو پخلی وکړو او وئ ویل وژل شوي او ژوبل شوي کسان د یوې کونۍ دي چې د مور او پلار سره د هغو دوه ماشومان مړه شوي او یو بل ژوبل شوی.

د ویاند په خبره دغه پیښه چې چرته شوې دغه سیمه تیرو وختونو کې د وسله والو تر واک لاندې پاتې شوې او دغلته د وسله والو پرضد عملیات شوي دي.

په قبايلي سیمو کې دا لومړی ځل نه دی چې د زړې مارټر ګولې چاؤدنه شوې بلکې په دغو سيمو کې وخت په وخت په ځمکه کې د ښخو ماينونو چاؤدنې هم کيږي.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په بېلابيلو برخو او په ځانګړي ډول په قبايلي ضلعو جنوبي او شمالي وزيرستان کې دغه ډول د مارټر ګولو او ماين چاؤدنو زیاتې پېښې کيږي.

د خېبرپښتونخوا زياتې برخې او قبايلي ضلعې په تېرو څو کلونو کې د بدامنۍ او ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او دغه ډول د مارټر ګولو چاؤدنې پیښې په سوات او نوښار کې هم شوي دي.

تېره کال 2020 م کې د خېبرپښتونخوا په نوښار سيمه کې د پوليس په وېنا د کباړي په دوکان کې د مارټر ګولې په چاؤدنه کې پينځه تنه وژل شوي وؤ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي يواځې په جنوبي وزيرستان کې تراوسه پورې د لینډ ماین چاؤدنو کې نزدې 20 کسان وژل شوي او 300 نه زيات ژوبل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غوښتنو سره يوه مهمه غوښتنه دا هم کوي چې د وزيرستان او نورو قبايلو سيمو ترڅنګ په کومو علاقو کې چې پوځي عمليات شوي هلته دې په ځمکه کې پټ ښخ کړل شوي ماينونه پاک کړی شي.

په جنوبي وزیرستان کې تیر کال د جون په میاشت کې درې تنکي هلکان دماین چاودنه کې وژل شوي وؤ چې ملګرو ملتونو هم په دغه پېښه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره په بېړنۍ توګه مرستندویه ادارې (يونيسف) د پاکستان استازې اېډا ګيرما ویلي وؤ"هيڅ يو ماشوم بايد د جنګ څخه دپاتې شوؤ ماينونو يا چاودېدونکو موادو ښکار نه شي"

هغې ویلي وؤ يونيسف به د پاکستان مرسته کوي او ددغو ماينونو په اړه به پوهاوی خوروي چرته چې ماشومان او کورنۍ ددغه خطر سره مخ دي. د دې سره دا هم مهمه ده چې ماينونه پاک کړی شي او په پېښو کې د بچ شوو بيا بحالي وشي"

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په وزيرستان کې د ښخو پټو ماينونو پاکولو په موخه کار روان دی خو بيا هم وخت په وخت په سيمه کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

په جنوبي وزيرستان کې د ماين چاودنې وروستۍ بیښه د روانې جنورۍ په پینځمه نېټه شوې وه چې یوه ښځه یې ژوبله کړې وه، دا چاودنه په داسې وخت کې شوې وه چې د پاکستان دپوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د جنورې په پینځمه ویلي وؤ په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی.

دپوځي ویاند ترمخه 2021 کال کې په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG