لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور کې دصحافي وژنه،صحافتي تنظیمونو یې پرضد احتجاجونه کړي


journalists protest in peshawar
journalists protest in peshawar

پاکستان کې د صحافيانو تنظيمونو تېره ورځ په لاهور ښار کې دځایي خبريال د وژل کېدو پرضد ټول هېواد کې احتجاجونه او مظاهرې کړي او دپنجاب دحکومت څخه یې د صحافيانو د تحفظ لپاره د يو مضبوط قانون جوړولو غوښتنه کړې ده.

لاهور ښار کې دځایي ټى وي چېنل خبریال حسنېن شاه د جنورۍ په 24مه نامالوم وسله والو د پرېس کلب مخې ته په ډزو وژلی ؤ.

د وژل شوى خبريال حسنېن شاه د جنازې مونځ د نهې په ورځ لاهور ښار کې دپرېس کلب مخې ته ادا کړی شو.

ددې پېښې پرضد د بېلابېلو صحافتي تنظيمونو په غږ ګرد هېواد کې احتجاجي مظاهرې هم شوي چې پکې د خبریال په وژنه کې د ککړو کسانو زر تر زره د نېول کېدو غوښتنې هم شوي دي.

مطبوعات د پنجاب پولیسو د مشر راؤ سردار علي خان له خولې ليکي چې د پېښې د پلټنو یې امر کړې او زر به قاتلانو ته ورسي.

د ځايي ټى وي چېنل دخبریال حسنېن شاه د وژل کېدو مقدمه د خبريال دښځې لخوا د نامالومه وسله والو پرضد درج کړی شوې ده.

د صحافيانو نړیوال تنظیم انټرنېشنل فېډرېش اف جرنلسټس تېر کال 2021 کې په خپل راپور کې پاکستان د خبريالانو لپاره د نړۍ څلورم خطرناک هېواد ګرځولی او وايي په پاکستان کې 138 صحافيان وژل شوي.

د تنظيم د شمېرو ترمخه په پاکستان کې تېر کال هم درې صحافيان وژلي شوي دي.

پاکستان کې د صحافيانو دتر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس صدر شهزاده ذوالفقار ډيوه سره خبرو کې ویلي د کله نه چې پاکستان تحریک انصاف ګوند په واک کې راغلی نو په پاکستان کې د صحافيانو د ځورونې، ويرولو او په مطبوعاتو د قدغن لګولو پېښې زياتې شوې دي او نړیوالو تنظيمونو وزیر اعظم عمران خان دصحافيانو د ښکاري په توګه یاد کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت په دې وروستیو کې د هېواد د صحافيانو د تحفظ لپاره يو قانون هم معرفي کړی او دا تورونه هم ردوي چې ګواکې حکومت په مطبوعاتو بندېزونه لګولې دي.

شهزاده ذولفقار وايي دا وژنه د پنجاب د حکومت او پولیسو لپاره يو ازمېښت دی او باید چې د وژل شوي صحافي قاتلان زر تر زره ونيول شي.

په لاهور ښار کې په رڼا ورځ د خبريال حسنېن شاه د وژل کېدو د پېښې د پنجاب اعلا وزیر عثمان بزدار، د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري او حکومت مخالفو سياسي مشرانو هم غندنه کړې ده.

د پنجاب حکومت وېاند حسان خاور د نهې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي اعلا وزیر د پېښې نوټس اخستی دی او پولیسو ته یې زر تر زره د قاتلانو د مالومولو او نېولو امر کړی.

هغه وايي دا به مالومول وي چې قاتلان د پېښې تر ځائ څنګه راورسېدل او د صحافي د وژنې پر شا د هغوى مقاصد څه وؤ؟

د بې پولې خبریالانو د نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز په پاکستان کې نماېنده اقبال خټک ډيوه سره خبرو کې دا پېښه غندلې او وايي صحافيانو د پخوا راهیسې غوښتنې کولې چې باید حکومت د صحافيانو د تحفظ لپاره يو مضبوط قانون جوړ کړي خو وايي د بده مرغه د پنجاب حکومت د صحافيانو دغه غوښتنو ته لا کوم ځواب نه دی ویلی.

هغه وايي دغه وژنې به په صحافيانو کې وېره پېدا کړې وي او ددې نه وروسته کیدای شي چې صحافيان هغه شان ازاد صحافت ونکړی شي څنګه چې په يو ازاد چاپېريال کې کېږي.

دی وايي "مونږ د پنجاب حکومت نه غوښتنه کوؤ څنګه په ډاډه زړه چې دغه قاتلانو په رڼا ورځ دغه صحافي قتل کړو نو اوس دې حکومت هم دا شان په بهادرۍ د هغه قاتلان ونيسي او د عدالت تر درشل دې یې راولي"

د لاهور ښار د پرېس کلب صدر اعظم چوهدري مطبوعاتو سره خبرو کې دا پېښه په سختو ټکو کې غندلې او وېلې د صحافي حسنېن شاه د وژنې دا پېښه د پنجاب حکومت او پولیسو په توان پښتنې راولاړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

 په پېښور مېشت د مسیحي مذهب منونکو د کرسمس دستوره ولمانځله
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG