لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت بیا ټي ټي پي‌ سره دجرګې دلارې پټې خبرې پیل کړي،سرچینې وایي


د پاکستاني طالبانو سرجينې، مطبوعات او د طالبانو په فعالتونو ژور نظر لرونکي وایي د پاکستان حکومت د يوې جرګې دلارې پاکستاني طالبانو سره مذاکرات کوي کوي ترڅو هغوئ بیا اوربند ته اماده کړي.

طالبانو لا ددې دعوې پخلې يا ترديد نه دی کړی خو د پاکستان حکومت وایي اوس مهال هيڅ مذاکرات نشته.

څيړونکي وایي پاکستان ټي پي پي سره دمذاکراتو خبره پټه ساتل غواړي چې داشان د خلکو د سخت غبرګون نه ځان وساتي او کله چې دا خبرې کومې غوڅې نتيجې ته خبرې ورسيږي نو بيا به يې عام اولس ته ښکاره کړي.

دتېر کال په وروستیو کې هم دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ دافغان طالبانو په منځګړتوب دسولې خبرې شوې وې چې ددغو خبرو اترو پخلی حکومت او پاکستاني طالبانو دواړو کړی ؤ.

پروسکال د دواړو خواؤ ترمنځ دترسره شوؤ خبرو په نتیجه کې طالبانو اؤ دپاکستان حکومت د يوې مياشتې د اور بند اعلان هم کړی ؤ.

وروسته بیا دپاکستاني طالبانو لخوا ددغه اور بند ماتولو اعلان وشو او دتیرکال ددسمبر مياشت کې يې د پينځه څلويښتو بريدونو او روانه مياشت کې يې تراوسه د ديرشتو نه د زياتو بريدونو ذمه واري منلې ده.

روانه مياشت د پاکستان لويو ښارونو کې هم پاکستاني طالبانو دبریدونو دعوې کړې دي چې پکې کراچۍ او اسلام اباد هم شامل دي۔

روانه مياشت دټي ټي پي له لوري د زياتو بريدونو ذمه وارۍ د خېبر پښتونخوا وزيرستان، باجوړاو ډيره اسماعيل خان سیمو کې پغاړه اخستل شوي دي۔

دغیر دولتي ادارې فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود وایي د محسودو قبېلې دڅو کسيزه جرګې د طالبانو غړو سره څو ورځې وړاندې ليدل شوي دي،

مطبوعاتي رپورټونه دباخبره سرچینو له خولې ووایي پاکستاني طالبانو سره دمذاکراتو لپاره دپاکستاني حکومت دا استازې جرګه په نهمه جنورۍ دافغانستان خوست ولایت ته تللې ده اؤ دغلته یې څو وارې دطالبانو مشرانو سره خبرې اترې کړې دي.

منصور محسود وي او ای ډيوه ته ویي دې جرګې ته طالبانو هم هغه غوښتنې ايښودې دي د کومو په بنياد چې تېر ځل اور بند ختم شوی ؤ او جرګې ډيرې لاس ته راوړنې نه دې کړي.

نوموړي وويل دا جرګه د افغانستان په خوست ولایت کې شوې چې پکې دپاکستاني طالبانو سره ليدل شوي خو حکومت دغه خبره پټه ساتل غواړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد احمد د تحریک طالبان پاکستان يا بلې کومې ډلې د نوم اخستو پرته ويلي "اوس مهال هيڅ مذاکرات نه دي روان"

شېخ رشيد دغه خبرې د ګل په ورځ په برني اېوان سېنېټ کې هغه وخت کړې دي چې کله د مخالفه ګوندونو غړو پوښتنې راولاړې کړې چې د تحریک طالبان پاکستان سره دا مذاکرات د هغه چا(افغان طالبانو) په مينځګړيتوب کيږي څوک چې نړۍ تراوسه پورې په رسمیت نه دي پېژندلي.

څيړونکی او خبريال احسان ټېپو وایي د مذاکراتو عمل په څه نه څه شکل کې روان دی.

دهغه په وینا "په وړومبي پړاؤ کې د محسودو قبېلې مشران ليږل شوي وؤ ځکه چې د طالبانو مشر ددغه قبېلې سره تړاؤ لري"

نوموړې وويل که چرته مذاکرات مخ په وړاندې ځي نو امکان دی چې بيا د نورو قبائېلي ضلعو مشران هم دغه جرګه کې شامل شي۔

احسان ټېپو وويل د مذاکراتو دا عمل ډير پيچلی دي، وړاندې هم طالبانو سره د حکومت مذاکرات شوي او ناکامه شوي او دا ځل به هم خبرې کامیابيدل وخت وغواړي.

پاکستان پروسکال دنومبر په میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات پېل کړي وؤ او ویل شوي وؤ‌چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په خواست او مینځګړيتوب دغه خبرې روانې شوي او يوه میاشت ډز بندي هم شوې وه د کومې چې د دسمبر په مياشت کې ټي ټي پي د ختمولو ويلي وو.

له اوربند ختمیدو وروسته دپاکستان بیلابیلو سیمو کې دټي ټي پي بريدونه سېوا شوي دي اؤ دکورنیو چارو وزیر شيخ رشيد هم منلې ده چې د پينځلسم اګست راپدیخوا د وسله والو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


په خیبرپښتونخوا کې د زرعي نهرونو صفايي شروع شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG